
د کورنيو چارو وزارت سلاکار جنرال علي خان و وژل شو
نن ټکی اسيا: پرون ماسپښين د جمعې په ورځ د پلازمېنې کابل دولسمې حوزې احمدشه بابا مېنه کې يوه چاودنه کې د کورنيو چارو وزارت د پيژنتون مشاور جنرال علي خان وو ژل شو.
د کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي، خو د جنرال علي کورنۍ د نوموړي وژل تاييدوي.
د جنرال علي خان يو نژدې خپلوان نن ټکي اسيا سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې جنرال علي خان پرون د جمعې په د کابل ښار جنوب دولسمې حوزې احمد شاه بابا مېنه کې د يو چسپکي ماين په واسطه و وژل شو.
د وژل شوي جنرال علي خان جنازه به نن شبنه سهار نهه بجې د کابل ښار عيدګاه جومات کې اداکيږي او جنازه به يې د کابل ولايت خاک جبار ولسوالۍ ملنګ کلي کې خاورو ته سپارل کيږي.
تر اوسه هيچا د پېښې مسؤوليت ندی منلی.