د ۲۰۱۷ کال غوره سمارټ فونونه مو پیژندلي؟ انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ۲۰۱۷ میلادي کال د پای ورځې دي، د هر شي په څیر سمارټ فون مبایلونه هم وخت تر بله بدلیږي او نوي کیږي چې د انسان لپاره په کې د ښه او بد انتخاب ستونزمن شي.

خو پوښتنه داده چې د ۲۰۱۷ کال کامیاب او غوره سمارټ فونونه کوم یو دي؟

د ټیکنالوژۍ مشهورې کمپنۍ سي نیټ CNET پخپله ویبپاڼه د ۲۰۱۷ کال ۶ غوره سمارټ فونونو انتخاب کړی چې ستاسې لپاره د ښو مبایلونو پیژندلو کې مرسته کوي.

1. سام سنګ ګلیکسي نوټ ۸ Galaxy Note 8

سامسنګ کمپنۍ د تېر کال ګلیکسي S7 سمارټ فون له ناکامۍ وروسته په ۲۰۱۷ کال کې نوټ 8 وړاندې کړ، چې ددوی لپاره د یو چیلنج نه کم نه و، دغه مبایل له یو شمیر ځانګړتیاو سره بازار ته وړاندې شو، لکه د ابو ضد دی، وائرلس چارجر لري، او همدارنګه د مبایل مخ سکرین ټوله ډیسپلی وه چې د کور تڼۍ یې هم نه لرله، ددې سره یې په پراسیسر کې د نورو سمارټ فونونو په نسبت ښه او ځانګړې خوبیانې لرلې، ګلیکسي نوټ ۸ ددې کمپنۍ لومړی سمارټ فون دی چې دوه شاته کامرې لري او دا ددې کمپنۍ تر ټولو لوړ بیه سمارټ فون وو.

2. آی فون ایکس ۱۰ IPhone X 10

د اېپل کمپنۍ په ۲۰۱۷ کال کې درې سمارټ فونونه وړاندې کړل، چې آیفون ایکس یې تر ټولو غوره ثابت شو، دوی غوښتل د اېپل کمپنۍ په لسمه کالیزه دغه سمارټ فون خپلو مینوالو ته وړاندې کړي، چې یو شمیر ځانګړنې یې لرلې، لکه د او ایل اي ډي OLED ډیسپلی سره یې د کور تڼۍ له منځه لرې کړې وه، همدارنګه د مخ پیژندنې پاسورډ سره یې د وائرلس چارج ورزیات کړ، چې په دې سره دا سمارټ فون د اېپل کمپنۍ تر ټولو لوړ بیه مبایل شمیرل کیده.

3. ایل جي وي۳۰ LG V30

ایل جي کمپنۍ له ډېر کوښښ وروسته هم د ګلیکسي مقابلې ته ونشو دریدلای، خو د ۲۰۱۷ کال دغه سمارټ فون یې له ډېرو غوره شمیرل کیده، ددې له ځانګړنو څخه یې یو د کامرې کمال دی، چې ښکلی انځور او ویډیو جوړوي، همدارنګه دوه شاته کامرې لري، وائرلیس چارجر لري، اوبو ضد دی او نورې ډیرې ځانګړنې لري، چې د اېپل سمارټ فون مقابله کې یې بیه هم ارزانه ده.

4. ګوګل پکسل ۲ -Google Pixel 2

که څوک په رښتیا سمارټ فونونو کې د کامرې شوق لري نو په انډرایډ کې له ګوګل پکسل ۲ نه بل ښه انتخاب نشته، چې ددې شاته کامره په کمه رڼا یا هم بل مووډ کې د آیفون یا ګلیکسي نه ښه او غوره انځور اخلي، دا په ځانګړنو کې آیفون یا ګلیکسي ته نشي رسیدلی خو د اوبو ضد ځانګړنه ضرور لري.

5. ون پلس فائیو ټي Oneplus 5T

د چینایي کمپنۍ دغه سمارټ فون د ګلیکسي او ایل جي مقابلې لپاره له یو شمیر ځانګړنو سره وړاندې شوی و، لکه دوه شاته غوره کامرې، ځانګړی پراسیسر، ډیش چارجولو ټیکنالوژي (د چټک چارجولو ټیکنالو‌ژي، چې په ۳۰ دقیقو کې له صفر څخه تر ۶۰ فیصده چارج ورکوي)، د مخ پیژندنې پاسورډ لرلو سره داسې نورې ځانګړنې هم لري، چې د آیفون او ګلیکسي مقابله کې یې بیه نیم په نیمه ارزانه ده.

6. موټو جي۵ پلس Moto G5 Plus

د موټرولا کمپنۍ دغه سمارټ فون له یو شمیر ځانګړنو سره ارزانه هم دی، فلزي/وسپنیزه باډي، غوره کامره او په ټيټه او مناسبه بیه د خلکو د خوښې سمارټ فون ګرځیدلی دی، چې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې یې د کم او د خوښې بیې افتخار او اعزاز په خپل نوم کړی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د