ایران: د فقر او په سوریه کې د جګړې پر ضد لاریونونه شوي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ جمعه د ایران په شیراز، خرم اباد او کرمان شاه ښارونو کې د فقر، ګرانۍ، بې کارۍ او په سوریه کې د جګړې پر ضد لاریونونه شوي دي.

ویل کیږي چې وروسته په زاهدان، ورشت، قایمشهر، همدان او قزوین کې هم ورته لاریونونه شوي دي. او ټولو د ګرانۍ، فقر، بې کارۍ او د سوریې د جګړې پر ضد شعارونه ورکول.

په لومړیو مظاهرو کې لاریونوالو په سوریه کې د ایراني حکومت او پوځ پر ښکېلتیا نیوکې کړي او په خپلو شعارونو کې يې د حکومت څخه غوښتي تر څو سوریه خوشي کړي او د خپل ولس غمه وخوري.

د لاریونونو ځیني ویډیوګاني چې نشر شوي، په کښي ویل کیږي: «سیاسي بندیان خوشي کړئ، سوریه پریږدئ او زمونږ فکر وکړئ، ولس سوال ته مجبور شو، انقلاب باندی خطاوتلي یو پخوانی شاهي نظام ښه وو، امنیتي ځواکونه دي غله ونیسي، لاریون کوونکي نه…»

ګمان کیږي چې دغه لاریونونه به نور هم پسي پراخ شي، ځکه چې سیاسي فعالانو یې د دوامداره ساتلو او پراخولو غوښتنه کړې او په مقابل کې يې ایراني حکومت امنیتي ځواکونه په ښارونو او واټونو کې ځای پر ځای کړي دي.

د ایراني چارو کارپوهانو ویلي چې د لاریون اصل وجه د بانکونو او مالي موسساتو افلاس دی چیري چې ولس خپلې پیسې ایښي خو اوس یې بیرته تر لاسه کولای نه شي، او پر هغه سربېره حکومت په دې وروستیو کې د پټرولو بیې پورته کړي او نوي ټکسونه یې لګولي دي چې له امله یې ولس لاریون ته اړ شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د