fbpx

د نړۍ لومړی فوټبالر د خپل هېواد ولسمشر شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د نړۍ لومړی افریقایي فوټبالر جورج ویا George Weah چې په ۱۹۹۵ کې یې د سرو زرو (د کال غوره لوبغاړي) جایزه هم ترلاسه کړې وه په لومړي ځل د خپل هېواد لایبیریا Liberia ولسمشر وټاکل شو.

۵۱ کلن جورج ویا د فوټبال کلبونو –چیلسي، مانچیسټر سیټي، او ای سي میلان- پخوانی لوبغاړی و، چې په ۲۰۰۳ کال کې یې د فوټبال اتلس کلن مسلک پریښود، او سیاست ته یې مخه کړه چې د لایبیریا په پارلمان کې سناتور شو.

د لایبیریا د ملي ټاکنو کمیسون وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو کې جورج ویا له خپل سیال جوسف بواکای Joseph boakai سره 38/5 مقابله کې 61/5 ډيرې رایې ګټلي دي، چې د ریاست په چوکۍ به د راروان ۲۰۱۸ کال په ۲۲ جنوري کښیني.

د جورج ویا له بري سره سم یې مینوال په پلازمینه مونورویا کې خوښۍ پېل کړې، چې نوموړي د خپلې بریا او ټاکنیزو پایلو وروسته په ټوېټر پاڼه لیکلي: زما لایبیریایي ملګرو! زه د ټول قوم جذبه احساسوم، او ماته سپارل شوی مسوولیت او اهمیت هم پیژنم.

د چیلسي کلب لوبغاړي ډایډر دروګبا او همدارنګه د مانچیسټر سیټي کلب لوبغاړي جورج ویا ته د ټاکنو په بریا مبارکي ورکړه، چې په ځواب کې ترې جورج ویا هم مننه وکړه.

دا لومړی ځل نه دی چې کوم لوبغاړی دې په لومړي ځل سیاست ته دانګلي وي، بلکه له دې مخکې ډیرو لوبغاړو سیاست ته مخه کړې، لکه د پاکستان عمران خان چې د ۱۹۹۲ نړیوال جام ګټلو نه وروسته یې کرېکټ پریښود او سیاست ته یې مخه کړه، او د پاکستان تحریک انصاف په نوم ګوند یې جوړ کړ.

همدارنګه د شطرنج افسانوي لوبغاړي ګیري کیسپارو پر ۲۰۰۷ کال د روسیې ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخیسته او د روسیې پر اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتین یو لوی نیوکګر دی.

د یادونې وړ ده چې جورج ویا د خپل هېواد لخوا ۶۰ نړیوالې لوبې ترسره کولو سره ۲۲ ګولونه کړي، د نوموړي هېواد د فوټبال په دنیا کې یو لو کوچنیو هېوادونو څخه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د