استاد یاسر د زندان نهمه کلیزه / په لاس لیکل شوی لیک

نن ټکی اسیا: لاندي لیک د استاد یاسر یو له هغو لیکونو څخه دی چې تر نیول کېدو وروسته یې د زندان څخه خپلې کورنۍ ته را لیږلی دی. دغه لیک نن ټکی اسیا ته د نشر په موخه رسیدلی، چې نن ټکی اسیا یې هم د خپل نشراتي پالیسۍ له مخې کټ مټ نشر ته سپاري:

——

الحمدلله رب العالمین والصلاة والسلام علی سید المرسلین وعلی آله واصحابه اجمعین اما بعد
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة
هیله ده چه جوړ او روغ وی زه هم تراوسه پورې الحمدلله ښه یم ، پرون دې ستاسې خط راورسید جزاکم الله خیرا.

د رحمت الله د شهادت الله پاک اول دده کورنۍ ته بیا مونږ ته او بیا ټول امت لپاره مبارک وګرځوی او داسې انجام د الله پاک هر مجاهد ته ورکری چه د جهاد د ستړی ژوند خاتمه یې شهادت وګرځی .

د بچیانو سره یې تاسې د وردګو د حاصلاتو له درک مالی مدد وکړی الله پاک د هر چا انتظام کړی دی او لارې ورته پیدا کوی .

دده شهادت د نورو خلکو د مرګ سره مقایسه کړی څومره فرق لری حالانکه چه ټول د اځل مرګونه دی او په خپل وقت دی .

تاسې ټول د الله نه د شهادت سوال کوی دا د الله انعام دی هغه چاته یې ورکوی چه الله پاک ددې وړ وګرځوی ، که په افغانستان کې هر مسلمان دا فیصله وکړی چه مرګ یې داسې وی لکه رحمت الله کافران په افغانستان کې نشی پاتې کیدلای .

خو کو وکړو چه دنیا په بې غیرتانو آباده ده ( ان الکرام قلیل ) .

د شهادت وینې قومونه ژوندی کوی او ظالمان تباه کوی ، زه یقین لرم چه داسې شهادتونه به د بې غیرتانو په رګونو کې هم د غیرت وینې په جوش راولی او وطن د کفر لپاره سور اور وګرځی ( ما ذالک علی الله بعزیز ) .

زمونږ ښځې د جهاد په هکله ډیرې بې غیرته دی د دوی ویر او واویلا د خلکو روحیه خرابوی د ماشومانو معنویات خرابوی ، او دا وجه په دې ده چې موږ دوی ته په جهاد کې تربیت ندی ورکړی رسول الله صلی الله علیه وسلم چه ښځې جهاد ته په قرعه د ځان سره بولی .

د کافرانو ښځې اوس د ټوپک سره په وطن کې ګرځی او جنګ کوی زمونږ زنانه اوس هم د پالنګ او پیزوان په غم کې دی .

الله د مجاهدینو مورچې نه خالی کوی ، ددوی پرځای دې الله خیر بدیل پیدا کړی ، د افغانستان نوی نسل دې الله پاک د فدایانو نسل وګرځوی چه د دنیا فاتحان شي .

د شهیدانو کونډې او یتیمان پالۍ او هغوی ته دلداری او تسلی ورکوی او مالداره خلک دې اوس د خپل مال شکرانه ادا کړی ، یو تعداد سپین ږیری مجاهدین چه بل کار نشی کولای دې کار ته ځان فراغ کړی چه د مال دار او فقیر رابطه قایمه کړی .

رحمت الله د الله رحمت دې وی په تا لکه ته چه شوې رحمت دا رحمت د الله هم وکړی په ما

حفظکم الله ورعاکم ابو عمار ۲۵ ربیع

===========

د استاد محمد یاسر پورتنی لیک چې په نیټه ۲۵ ربیع الاول ۱۴۳۱ هجری قمری یی د پاکستان له زندان څخه راستولی او د شهید رحمت الله په اړه چې د استاد یاسر تکړه مجاهد او د تره زوی وو د وردګو ولایت چک ولسوالی د بمبی په کلی کې د امریکایانو لخوا په یو ظالمانه چاپه کې په شهادت رسیدلی وو تعزیت وړاندې کړی .

۳۰ دسمبر ۲۰۱۷ د نن څخه پوره ۹ کال وړاندې په همدې نیټه استاد یاسر د پاکستانی ځواکونو لخوا په پیښور کې ونیول شو چې د زندان لومړیو دوه کلونو وروسته ورسره د کورنی هیڅ قسمه اړیکه نده ټینګه شوی ، د استاد یاسر کورنی چې د هغه د ژوند او یا شهادت په اړه هیڅ معلومات او اسناد په لاس کې نلری لا هم د خپل بندي احوال ته سترګې په لار دی .

په همدې مناسبت مو وغوښتل چې د استاد یاسر د زندان دغه لیک له تاسې سره شریک کړو ترڅو ټول بندیان ، مجاهدین ، مظلوم افغانان او ټول مسلمانان په خپلو دعاګانو کې یاد وساتی .

والسلام

عمار یاسر

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی محمد ناصر
میلمه
حاجی محمد ناصر

السلام عليكم : ياسرصاحب دي خداي وبخشی أو الله پاک دي زمونژ دیدن په هغه دنیا کی وکری . زه هم د یاسر صاحب د تره زوی یم چه تر تولو خپلوانو نه ما د جهاد په وخت کی ورسره دیر وخت تیر کری .قیصی او خاطری خو دیری زیاتی دی انشاالله که ژوندی وو کوم بل وخت به یی در سره شریک کرم .الله پاک دی رحمت الله ته هم جنتونه ورکری زمونژ نژدی تربور وا . یوه وره خاطره د رحمت الله تاسو ته لیکم. گمان کوم ۱۹۹۹ کال وه چه مجاهیدینو د میدان شار باندی حمله وکوله… نور لوستل »

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط استاد ياسر که چيري د ظالمانو په زندان کي وي الله جل جلاله دي يي د حضرت يوسف عليه السلام په څيرساتندوی ووسي . اوکه د ظالمانو له لاسه په شهادت رسيدلی وي ، الله سبحانه وتعالی دي يي د بدر او احد په شهيدانو کي شمار کړي . ياسر صاحب زما نزدې د جهاد ملګری وو. هرکله د حق په پيروي سپيني خبري کولې . د حق په ويلو کي يي د چا خاطر نه کاته. ، حق ورته ترځان ګران وو، ځکه يي د حق وينا کوله. کورنی ته يي سر لوړي ده… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زه هم یاسر صاحب له نزدی پیژنم پشاور کی مو ورسره نزدی وخت تیر کړی، الله ج دی هغه ته د هغه د ټولو جهادی کړنو بدله ورکړی که ژوندی وی هم ژوندی او که شهید شوی هم ژوندی دی دا زما خبره نه د الله ج خبره ده الله ج فرمایی چه تاسی شهید ته مړ مه وایاست شهید ژوندی او ستاسی په شان خوراک کوی تاسی نه پوهیږی تر دی به ژوند څه ډول وی مګر شهید به دوهم ژوند کی ډیر سپیڅلی ځای کی هستوګنه لری هغه سپیڅلی ځای چه شهید په پکی پرله پسی شهید کیږی… نور لوستل »

محمد ناصر
میلمه
محمد ناصر

یاسر صاحب هغه متقی او پرهیزگاره انسان وه ،چه،هر وخت روژه په خوله لمونز په جماعت او د تهجد لمونز ورسره . سیاست یی قرآن او حدیث .په الله قسم چه داسی با همته انسان او د نیکواخلاقو چشتن وه چه نمونه یی په اولادونو کی وینی هر کس یی چه د نژدی نه پیژنی . د اسلام دشمنان هر وخت غواری چه د مسلمانانو مشران او عالمان په یوه نوم او په بل نوم بدنام کری او پدی طریقه په مسلمانانو کی تفرقه او بی عتباری پیدا کری .الله پاک دی د اسلامی امارت مجاهیدینو ته چه په پوره… نور لوستل »