څلور ورځې وړاندې بیا د سولې شورا خواوشا ۷۰۰ دیني عالمان کابل ته راوغوښتل تر څو له هغوی سره د سولې د ټینګښت په لارو چارو وغږیږي.

د سولې دروغجنې هڅې

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : په دې وروستو کې ګډ حکومت یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې په نوم هلې ځلې چټکې کړې دي.

نیږدې دوې اونۍ وړاندې د سولې شوری اعلان وکړ چې دوی تیار دې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره هغوی ته په کابل کې دفتر پرانیږی.

څلور ورځې وړاندې بیا د سولې شورا خواوشا ۷۰۰ دیني عالمان کابل ته راوغوښتل تر څو له هغوی سره د سولې د ټینګښت په لارو چارو وغږیږي.

د تیرې سه شنبې په ورځ په بیجینګ کې د چین په منځګړیتوب د ګډ حکومت او اسلام آباد د بهرنیو چارو وزیرانو دری اړخیزه غونډه جوړه او په هغې کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه خبرې وشوې.

ګ‌ډ حکومت په داسې حال کې د سولې په پلمه دا نمایشي حرکات کوي چې امریکایان او د هغوي پوځي چارواکي عملا د جګړې د پراخولو او غزولو لپاره جدي اقدامات په کار اچولي دي.

دغه اقدامات پر کلیوالو سیمو ړندې بمباري او په اطرافو کې شپني عملیات دي کوم چې د ګډو ځواکونو لخوا تر سره کیږي.

همدا راز د سولې په نوم د ګډ حکومت د دغو نمایشي هلو ځلو ترڅنګ د دفاع وزارت تازه اعلان کړی چې د هغوی لخوا به په ژمي کې د وسله والو د ځپلو لپاره په ټول هیواد کې سرتاسري عملیات پیلیږي.

د دې ترڅنګ د حکومت له لوري په داسې حال کې د سولې شعارونه ورکول کیږي چې خپله د حکومت په منځ کې داخلي اختلافات او شخړې خپل وروستي حد ته رسیدلي.

همدا اوس لیدل کیږي چې تقریبا له تیرو دوو اونیو راهسي د ولسمشر غني او د هغه د یوه اړوند والي عطاء نور ترمنځ د هغه د ګوښه کولو پرسر شخړه روانه ده .

ښاغلی عطاء وايي چې ولسمشر غني یې د ګوښه کولو صلاحیت نه لري او په خپلو څرګندونو کې عملا د ارګ چارواکي ګواښي . همدا راز د تیرې پنجشنبي په ورځ په بلخ کې د ګډ حکومت تر واکمنۍ لاندې ساحه کې د دووپخوانیو تنظیمي ډلو تر منځ وسله واله نښته د دې ښکارندویي کوي چې هلته د حکومت تر کنټرول لاندې ساحه کې دولتي حاکمیت د متعددو وسله والو ډلو لخوا له ننګونو سره مخ دی .

په دغسي یوه غیر متمرکز حالت کې دولت هیڅ د دې وړتیا نه لري چې له ښکیلو لوریو سره د سولې په نوم پریکړه وکولای شي.

لهذا هغوي چې د سولې په نوم هرڅه تر سره کوي هغه فقط دروغجنې نمایشي هڅې دي چې د عامه ذهنیت د اغفال لپاره یې تر سره کوي او په عمل کې یې تحقق ناشونی ګڼل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د