ادبي لیکني

مور او لور

لس کلنه ښایسته نادیه په ناز او نخرو د مور څنګ ته ورغله، له مخامخ ورته کېنستلو وروسته یې د چپ لاس سپین مخ مور ته ور وغځاوه، په شې لاس یې د چپ هغه خچنۍ ګوته را غبرګه کړه او ورسره زیاته یې کړه:

د کور خونه چې پاکوم د هغې دری افغانۍ، ورپسې دویمه ګوته یې هم را غبرګه کړه او ویې ویل: دلوښو مینځلو پنځه افغانۍ، منځنۍ ګوته یې په بوره ځواک راغبرګه او په رغوي ټینګه کړه او ورسره زیاته یې کړه: ټوله ورځ چې وړوکی ورور ایمل کراروم د هغه پوره لس افغانۍ، په پاته دوو ګوتو یې نور کارونه وویشل او په مورکۍ ورغلی بیل یې دیرش افغانیو ته ورساوه، په پای کې یې مورته په کلکه وویل چې دا درباندي کره شوې.

مور یې د خوږې لور په ښایسته سترګو کې سترګې بندي کړې، په فکر کې یې څو تیرې شوې پیښې یاد ته ورغلې، څه وخت چوپه پاتې شوه وروسته یې نادیې ته په نرمه او خوږه ژبه وویل: سمه ده لورکۍ، او له ناديې یې وغوښتل چې ښی لاس ور وغځوي، نادیي ښی لاس ورکړ، مور یې په مینه له مړونده ونیوله او د هغې د یوې یوې ګوتې په ورغبرګولو یې خپل حساب ور پیل کړ:

نه میاشتې مي وړیا په ګیډه ګرځولې یې یوه افغانۍ مي نده درنه اخیستې، د حمل او زیږون په ټولو دردونو مي هیڅ بدل نده در نه اخیستی، شاوخوا دوه کاله مي په وړیا توګه د تن تکي سپیني شیدې درکړې دي، کله به چې ته ناروغه وې تر سهاره به وېښه در سره ناسته وم، څوکاله مي ستا هرډول صفايي په غاړه اخیستې وه په بدل کې یې ستا پلار او نیکه هم یوه افغانۍ نده راکړې.

نادیه د مور خبرو غلي او خاموشه کړه، ځیر ځیر یې مورکۍ ته لیدل، حپل د دیرشو افغانیو بیل یې له یاده ووت، خپله مور ډیره درنه او لویه ورته ښکاره شوه، له خپلې مور سره د ماشومتوب دشوخیو ترڅنګ یې د هغې تیرو ستونزو او تکلیفونو ته پام شو د مور په غاړه کې ور ولویده هغه یې په یوه بل مخ ښکول کړه، د دیرشو افغانیو په بیل پښیمانه شوه او مورته یې په خوارنجوکې ژبه وویل: ادکې! له دې وروسته زه هم ستا سره هر ډول مرسته کوم او یوه افغانۍ هم نه غواړم.

حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x