افغانستان

طالبانو د ملکي تلفاتو کلنی راپور نشر کړ / بشپړ متن

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د طالبانو پر وېب پاڼه د ملکي تلفاتو یو راپور خپور شوی چې له مخې يې په کال ۲۰۱۷ کې ټول ۱۶۴۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۹۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د شمیرو سره سم په کال ۲۰۱۷ کې د ملکي وژنو ۷۲ سلنه امریکایانو او د ګډحکومت مختلفو امنیتي ادارو ته منسوبیږي، په داسي حال کې چې دټپیانو هم ۶۳ سلنه پيښې ورته منسوب شوي دي.

بلخوا یوازي په ۱۰ سلنه ملکي وژنو کې طالبان ښکېل بلل شوي او ۱۸ سلنه یې داعش او نورو نامعلومو وسلوالو ته منسوب شوي دي.

په ټپيانو کې هم طالبانو ځانته ۶ سلنه پيښې منسوب کړي او پاته ۶۳ سلنه یې امریکایانو او دولتي ځواکونو ته منسوب کړي، په داسي حال کې چې ۳۱ سلنه یې داعش او نورو نامعلومو وسلوالو ته منسوب کړي دي.

باید وویل شي چې د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د ټرمپ د استراتیژۍ د اعلان وروسته په افغانستان کې د امریکايي الوتکو بمبارونه تر بل هر وخت زیات شوي او امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په شپنیو چاپو او مخامخ جګړو کې برخه اخیستل پيل کړي دي، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

د طالبانو له لوري خپور شوی کلنی راپور (کټ مټ) په لاندي ډول دی:

===========

د 2017 م کال د ملکـي تلفاتوراپور

په جګړو او نښتو کې د ملکي تلفاتو موضوع خورا ځورونکې ده، اسلامي امارت  دخپل شرعي او هیوادني دروند مسئولیت له مخې د ملکي تلفاتو له موضوع سره په ډيره جدي توګه برخورد کوي.

د دې لپاره چې د هیواد په روان جهاد کې د ملکي تلفاتو مخنیوی شوی وي،  که خدای مکړه د مجاهدینو لخوا د عامو خلکو له ژوند سره بې پروايي وشي، نو اسلامي امارت ته داسې بې پروايي په هيڅ ډول هم د منلو او زغم وړ نه ده.

په همدې اساس يې د ملکي تلفاتو د کنترول، ثبت او محاکموته د راجع کیدو په منظور یوه مستقله اداره   د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو په نامه ایجاد کړې، ترڅو له پيښو سره جدي او قانوني چلند وشي، سرغړونکي معافیت ترلاسه نکړي او په راتلونکي کې عام خلک د نښتو اوجګړو قرباني نشي.
بل خوا دغه اداره مسئولیت لري چې دهغو پيښواو شمیرو  په اړه هم څيړنه او تحقیق وکړي چې د اشغالګرو، د کابل ادارې د امنیتي ادارو، فتنه اچونکو ډلو او ځينو نورو جنایت کارو باندو لخوا رامنځته کیږي او له امله يې زموږ هیوادوال د غم په ټغر کيښنول کیږي.

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د ملکي تلفاتو اداره دنده لري چې هر ډول ملکي پيښې په دقیقه، بې طرفانه او پوره  مسئولیت سره ثبت کړي، هغه جهتونه په ګوته کړي چې د پيښې عاملین دي، دخساراتو اندازه او جزئيات معلوم کړي ، بیا دغه ډول مستند راپورونه  وخت په وخت د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر او نورو حقوقي اداروته واستوي او په هرو شپږو میاشتو کې د ثبت شوو کره معلوماتو یوه کاپۍ د رسنیو له لارې نشرته  وسپاري.

په دې اقدام سره به له یوې خوا د ملکي تلفاتو د عاملینو په وړاندې شرعي او قانوني برخورد شوی وي، او له بله پلوه به هیوادوال، نړیوال او ټول هغه جهتونه چې د ملکي پيښو په اړه انديښمن دي او واقعاً د ملکي زیانونو د مخنیوي کار ته اهمیت ورکوي، هغوی به د پيښو په اصلي  ماهیت، د تلفاتو داصلي عاملانو او په دې اړه د اسلامي امارت  لخوا د مسئولیت په احساس آګاه کړل شي، او امید دی چې دغه ډول راپورونه  په بې پرې توګه تهیه او خپرول به  په ريښتونې بڼه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په کار کې ممد تمام شي.

د اسلامي امارت دملکي تلفاتو دمخنیوي اداره د راپور په اړه ډاډ ورکوي چې په خورا دقت سره ترتیب شوی، د هيڅ پيښې په اړه  سهل انګاري  او تسامح نه ده شوی او په دې اړه له ټولو هغو جهتونو څخه چې د ملکي خلکو د تلفاتو په اړه وخت په وخت خپلې انديښنې څرګندوي غواړي چې د پيښو د عاملانو په ګوته کولو، غندلو او په ممکنه وخت کې په مجازات کولو کې  خپل مسئولیت اداکړي، البته د ملکي پيښو هغه عاملان چې د اسلامي امارت تر ولکې لاندې دي، هغه که په امارت کې دننه دي یا ترې بهر دي، دهغو په محاکمه کولو، مجازات او سرزنش کې  د اسلامي امارت حقوقي او شرعي ادارې خپل ټول  توان کاروي او تر ډيره يې د دا ډول پيښو عاملین وخت په وخت محاکموته معرفي کړي هم دي چې په اړه يې لازم ګامونه اخیستل شوي دي.

د تيرو کلنو په څير د ۲۰۱۷ م  کال مخــتصر راپور :

د مذکور کال په تیرو دولس میاشتو کې د ګران هیواد دټولو ولایاتو څخه دافغانستان اسلامې امارت دملکې تلفاتو دمخنیوې او سمع شکایات مرکزې ادارې مجموعاً (926) پیښې  دملکې تلفاتو بوګنونکې پيښې دخپلو نماینده ګانو ، آزادو رسنیو ،قومې مشـــــــــــرانو او عامو وګړو په مټ په خپل وارده دفتر کې ثبت او راجسترکړې دې . چې مخــــــتصر جدول او دبیلګې په شکل مختصرې زړه بوګنونکې پيښې

د کلنې راپور مخـتصرجدول

شماره
کال
 

مجموعه
دپیښوتعداد

دامریکایانو
اوکابل اداری لخوا
دمــجاهدینولخوادداعش اونامعلوموکسانولخوا
شهـــيدانزخـــــــمیانشهـــيدانزخـــــــمیانشهـــيدانزخـــــــمیان
1201792611861253163117294607
د شــــهیدانو خلاصه جدول
میاشتدپیښوشمیردشهیدانو

مجموعه

نارینه

شهیدان

زنانه

شهیدانې

ماشومان

شهیدان

امریکایان
اوددوی دغلامانو لخوا شهیدان
مجاهدینوته
منسوب شهیدان
داعش او

نامعلومو

خلکو

لخواشهیدان

6—1 میاشتو4046894958411042484181
7میاشت1021911362629169157
8میاشت11917011623311203812
9میاشت9915911520241241619
10میاشت87191165719134651
11 میاشت71139892426121414
12میاشت441048210129410
مجموعه926164311981942511186163294

 

په 2017 میلادي کال کې مجموعه پيښې :ـ926

 په یادو پيښو کې 1643  کسه هیوادوال شـــــــــــهیدان شوې ، په 1643 کــــسانو کې  1186 کسه د امریکایانو اوکابل ادارې (اردو ، پولیس ، امنیت او اربکیانو ) لخوا په شــــــــــــــهادت رسیدلی دي ، 163 کــــــسه د اسلامې امارت مجاهدینو ته منسوب کیږي او 294 کسه د داعش او نامعلومو کــــــــــــــــسانو لخوا په شهادت رسیدلې دي .

په یادو 1643 شهیدانو کې 1198 کسه نارینه شهیدان ، 194 زنانه شهیدان او 251 کسه ماشومان شهیدان شوې دي .

دشـهیدانو فیصدي :

1:ـ  ٪ 72 پیښو مسؤلیت امریکایانو او دکابل ادارې (غلامې اردو ، پولیس ، امنیت او اربکیانو ) ته راجع کیږې .

2:ـ  ٪ 10 دپيښو مسؤلیت مجـــــــــــــــاهدینو ته منسوب کیږي .

3:ـ  ٪ 18 دپیښو مسؤلیت داعش او نامعلومو خلکو ته راجع کیږي .

د زخـــــــــــــــــمیانو خلص جدول
میاشتدپیښوشمیردزخمیانو

مجموعه

نارینه

زخمیان

زنانه

زخمیانې

ماشومان

زخمیان

امریکایان
اوددوی غلامان لخوا زخمیان
مجاهدینوته
منسوب زخمیانوشمیر
داعش او

نامعلومو

خلکو

لخوزخیمانو

شمیر

6—1 میاشتو40410417817818245961521
7میاشت1021831211250161148
8میاشت119257139368224593
9میاشت9911953313511630
10میاشت8716910723391001554
11 میاشت7110652193592140
12میاشت4410160122980021
مجموعه926197613132114521253117607

 په 2017 میلادي کال کې د زخمیانو مجموعه پيښې :ـ926      

 په یادو پيښو کې 1976 تنه هیوادوال زخـــــــــمیان شوې ، په 1976 مجموعه زخمیانوکې  1253 تنه د امریکایانو اوکابل ادارې ( غلامې اردو ، پولیس ، امنیت او اربکیانو ) لخوا زخمیان شوي دي ، 117 تنه د اسلامې امارت مجاهدینو ته منسوب دي  او 607 تنه د داعش او نامعلومو کــــــــــــــــسانو لخوا زخمیان شوي دي  .

په یادو 1976مجموعه زخمیانو کې 1313 تنه نارینه زخمیان ، 211 زنانه زخمیانې  او 452 تنه ماشومان زخمیان  شوې دي .

دزخــــــــــــــــــمیانو فیصدې :ـ

1:ـ  ٪ 63 پیښو مسؤلیت امریکایانو او دکابل ادارې ( غلامې اردو ، پولیس ، امنیت او اربکیانو ) ته راجع کیږې .

2:ـ  ٪ 6 دپيښو مسؤلیت مجـــــــــــــــاهدینو ته منسوب کیږي .

3:ـ  ٪ 31 دپیښو مسؤلیت داعش او نامعلومو خلکو ته راجع کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

ډېره ښه خبره داده چې تالبان دغو اړينو مسايلو ته پام کوي، پکار خو و چې تالبان د 2001 م راهيسې دې مسايلو ته جدي پام اړولى وى، خو اوس هم ښه خبره ده چې اسلامي فرض ترسره کړي، حديث مبارک کې راغلي چې، د جنګ جګړې په مهال بايد اخته اړخونه پرته د يوبل مخامخ لوري څخه د ولسي زيانونو څخه ډډه وکړي، واړه ونه وژني، سپين ږيري ونه ځوروي، د بېځايه قضاؤتونوڅخه ډډه وکړي چې فتنه منځته نشي، معيوبين، ښځې او حيواناتو ته ضرر ونه رسوئ، شنه بوټي مه خرابوئ، د کرکې پر بنسټ بنديان مه وژنئ، هغوى… نور لوستل »

مجيب الرحمان

د تالبانو څخه د يو مسلمان ناپېيلي انسان په توګه هيله کېږي، چې د راپورونو لپاره پاکستانيانو او ايرانيانو ته لومړى توب ورنکړي ځکه دواړه ګاونډىان د افغانانو سره تر خپل مطلبه دوستي پالي او اسلام هغوى ته د لوښي په مانا دى نه د ژوند د معيار او پرمختګ په توګه چې صداقت او ايمانداري لومړيتوب دى.

اجمل

طالبان نه یواځی د افغانستان په کچه مجاهدین بلکه د ټولی اسلامی نړی او مظلوم بشریت نمایندګی کوی . جهاد یی یواځی افغانستان کی پیل کړی ، اسلامی وجیبه ده هلته به جهاد کوی چه مسلمانانو ته نزدی او مسلمانان هلته موثریت لری د خلکو په ژبه پوهیږی او اراضی ورته معلومه وی . مګر په هغه هیواد کی لکه افغانستان چه د ټول نړیوال کفر له خوا اشغال شوی وی د ټولی اسلامی نړی او مظلوم بشریت وجیبه ده یعنی په ټولو جهاد فرض دی چه د نړیوال ټول کفر سره افغانستان کی جهاد وکړی او مظلوم اولس د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x