افغانستان

طالبانو د بدخشان له ناورین ځپلیو کورنیو سره غمرازي وښوده

نن ټکی آسیا: طالبانو د بدخشان د ارګوی ولسوالۍ په اب خشک او اب باریک سېمو کې د ځمکې ښویدنې له کبله د زیانمن شویو سلګونو کورنیو سره خواخوږي وښودله او خپلو ملګرو ته یې د خپل توان په اندازه د شوني همکارۍ سپارښتنه کړې.

د دوی د ویاند له ادرسه رسنیو ته استول شوې، اعلامیه وایي :«دافغانستان اسلامي امارت دزیانمنو شوو کورنیو سره په دې  مصیبت کي ځان شریک ګڼي او په سیمه کي خپلو مجاهدینو ته سپارښتنه کوي چي په دغه غمجنه پیښه کي تاواني شوو کورنیو او افرادو سره دخپل وس په اندازه، د ژغورني، انتقال ، امنیت او بشري مرستو د ور رسولو په برخو کې  هر اړخیزي مرستي وکړي .»

دوی په هېواد کې د بشري مرستو کوونکو مؤسسو پر چارواکو او نورو هېودوالو هم د جدي اقداماتو غږ کړی. «همدا رنګه اسلامي امارت  پر خیره ټولنو او بشري سازمانونو ږغ کوي چي د بشري خواخوږۍ له مخي په یاده شوې پیښه کي د زیانمنو شوو افغانانو سره همکارۍ ته را ودانګي اوپه ځانګړې توګه د سر پنا، غذایې او صحي موادو عاجلي مرستي ورته ورسوي  .

اسلامي امارت دقادر اومهربان څښتن تعالی څخه غواړي چي افغان ولس داسماني اومځکنیوافتونوڅخه وساتي اوباالخصوص دبدخشان ولایت دوروستۍ پيښې دقربانیانوووارثانوته جمیل صبر اوددارینوسعادت  ور په برخه کړي .امین»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x