نړۍ

نړيوالې ټولنې په یمن کې د جګړې د سمدستي بندولو غږ کړی

نړيوالې ټولنې په یمن کې د جګړې د سمدستي بندولو غږ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): درې نړيوالو ټولنو نن د شبنې په ورځ په يوې ګډې اعلاميې کې غوښتنه کړې، چې په يمن کې د سعودي ائتلاف په مشرۍ روانه جګړه باید سمدستي ودرول شي او د يمن جګړې ځپلو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لارې پرانيزي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې «يونيسيف» د روغتيا نړيوالې ټولنې «هو» او د خوراک نړيوالې ټولنې «ډبليو ايف پي» ويلي، چې يمن له سخت بشري ناورين سره مخ دی.

د اعلاميې په وينا د دغه هېواد ۷۵٪ سلنه خلک بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري، د څه د پاسه يوولس ميليونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی او که بېړنۍ مرستې ورسره ونه شي ژوندي پاتې کېدل يې ناشوني دي.

د خوراک نړيواله ټولنه وايي، چې له ۶۰٪ سلنه زیات يمنيان خوراکي توکو او  شپاړس ميليونه يمنيان د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري.

دغو درې واړو نړيوالو ټولنو ويلي، چې د خوراکي توکو او د څښلو د اوبو سربېره د يمن جګړې ځپلی ولس روغتيايي اسانتياوو ته هم لاس رسی نه لري او د سعودي په مشرۍ ائتلافي هېوادونو لا هم يمن ته ورغلې پولې نه دي پرانيستي.

راپورونه دا هم وايي، چې د سعودي له لوري د يمن د پولو د تړل کېدو له امله په يمن کې د نفتو بيعې هم شپږ چنده لوړې شوي دي.

درې واړو ټولنو ويلي، چې يمن کې د څښلو پاکې اوبه موندل ناشوني شوي، درې برخې يمنيان د فقر له کرښې ښکته ژوند کوي او له همدې امله په دغه هېواد کې د کولرولا او نس ناستې ناروغي تر مهلکې کچې رسېدلې.

نړيواله ټولنه له تېرو څو مياشتو راهيسې غوښتنه کوي، چې سعودي بايد يمن ته تللې سرحدونه د مرستندويه ډلو پر مخ پرانيزي خو سعودي تر اوسه هم دغه غوښتنه نه ده منلې، چې له امله يې په يمن کې د جګړو سربېره د ناروغيو او لوږې له امله د ميليونونو يمنيانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x