د فاریاب اوسېدونکي وايي، دوستم باید بېرته راشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فاریاب اوسېدونکو د یوې غونډې په ترڅ کې د پخواني جګړه مار او د ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم د راتګ غوښتنه ‏وکړه‎. ‎

د دې ولایت د ولايتي شورا غړو د هغه موجودیت د دوی د مخالفینو پر وړاندې مهم وګاڼه او په وينا يې په نیستۍ کې يې نا امني ‏زیاته شوې ده‎. ‎

دې غونډې ته د ولایتي شورا غړي محمد روزي وویل، حکومت باید د جنرال دوستم د بېرته ژر راتګ زمینه برابره کړي‎. ‎

په وینا يې چې کله هغه له هېواده وتلی، فاریاب کې وضعیت ترېنګلی شوی دی، هغه پر حکومت غږ وکړ، چې له شرط او قید ‏پرته دې دوستم بېرته راوغواړي‎.‎

د عبدالرشید دوستم نوم، وروسته له هغه د رسنیو د سر ټکی شو، چې د هغه د ګوند پخواني مرستیال احمد ایشچي پرې د جنسي ځورونې او «تېري» تور پورې کړ.

که څه هم د دې موضوع اړوند رولا غني نیوریاک ټایمز ته وویل، چې پر هغه به قانون پلی شي، خو دوستم د روان کال غويي میاشتې کې ترکيې ته لاړ او تر اوسه همالته دی.

د جنبش ګوند وايي، دوستم هېواد ته د راتلو هوډ لري، خو پر دې شرط چې دلته يې پر وړاندې پراته خنډونه له منځه لاړ شي.

د دوی په خبره دوستم ته د توطیو جوړولو هڅې روانې دي، ځکه هېواد ته نه شي راتللی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

دوستم به خامخا یو ځل افغانستان ته راځی ، مګر نه د اتلولی د پاره بلکه د خبل حساب ورکولو د پاره به راځی هغه حساب د ایشجی نه بلکه د کمونستی له ناولتیاوو نیولی ، د اخوانی خبل منځی جنګو آو بیا د طالبانو د امارت وروسته چه امریکا ورته ۱۶ زړه تسلیم شوی طالبان په قلعه چنګی کی وروسپارل او د سپارلو سره یی ورته کانتینری هم امریکایانو ورکړی او هغوی یی په کانتیتزو کی ټړلی د څو ورځو د پاره داسی وساتل چه نه ورته خواړه ، نه ورته اوبه او حتی د تنفس د پاره هوا… نور لوستل »