نړۍ

اردوغان د بیت المقدس په اړه د نورو ګامونو په اخيستو امریکا او اسرائيلو ته ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان يو ځل بيا امریکا او اسرائيلو ته ګواښ کړی، چې د بیت المقدس په اړه له هر ډول ناقانونه ګام اخيستو ډډه وکړي.

اردوغان په امریکا کې د مسلمانانو تر ټولو سترې ټولنې «ماس اکنا» کلنۍ غونډې ته په لېږل شوې ليکلې وينا دغه څرګندونې کړي دي.

اردوغان ويلي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې نړيوالې ټولنې د بیت المقدس په ملاتړ پرېکړه کړې او له دغې بريا ښکاري، چې «د حق پلويان به په ګډه د خپلو موخو د تر لاسه لپاره هڅې کوي.»

د هغه اشاره د بیت المقدس په اړه د ملګرو ملتونو د رايې اچونې بهير ته وه، چې ۱۲۸ هېوادونو د امریکا او اسرائيلو پر ضد د بیت المقدس په ملاتړ رایه ورکړه.

اردوغان ويلي، چې دا بريا د بدلون د پیل په معنا ده، چې «موږ بايد د حق، عدالت او ازادۍ لپاره په يوه خوله هڅې او هاند وکړو او نړۍ عملا امریکا ته روښانه کړه، چې نشي کولای د خلکو ضميرونه او نظرونه په ګواښونو او ډالرو واخلي.»

د ترکيې ولسمشر يو ځل بيا هوډ څرګند کړی، چې د اسلامي همکارۍ ټولنې د اوسني مشر په توګه به د بیت المقدس دفاع او ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان ټينګار کړی، چې د مسلمانانو د پاشلو او د هغوی تر منځ د اختلاف پيدا کولو ټولې هڅې بايد شنډې شي او ټول مسلمانان بايد په يوه خوله او يو موټی د خپلو حقونو د دفاع لپاره ودريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x