افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د حملو په مخنیوي کې بي وسي وښوده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت کابل کې د پنجشنبې بريد په تړاو ويلي، د داسې حملو په مخنیوي کې د خلکو مرستي ته جدي اړتیا ده.

د دې وزارت مطبوعاتي سرپرست نجیب دانش وايي، که خلک ورسره مرسته ونه کړي، د داسې «پېچلو» حملو مخنیوی يې له وسه نه کېږي.

نجیب دانش نه دي ويلي، چې له حکومت سره ولې خلک مرسته نه کوي، خو نن يې ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل، که څه هم دوی «جدي امنیتي تدابیر» لري، خو په وينا يې د «انتحاري» حملو مخنیوی د خلکو مرستې ته اړتیا لري.

تېره پنجشنبه، کابل ښار کې پر «تبیان» فرهنګي مرکز برید شاوخوا ۴۰ تنه ووژل او د دې دوه برابره يې ټپيان کړل.

دې فرهنګي مرکز کې چې د «افغان غږ» په نوم خبري بنسټ هم فعال دی، هزاره فرهنګي ځوانان راټولېدل.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د دا ډول حملو پر وړاندې بې وسي ښيي، چې د ملي دفاع وزارت بیا د مخالفینو د «سختو» ځپلو خبر ورکوي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزيري وايي، دوی ژمي کې هڅه کوي چې خپل مخالفین له پښو وغورځوي او اوړي کې د جګړې توان ونه لري.

پر تبیان فرهنګي مرکز د برید مسوولیت داعش ډلې منلی، چې ځينې شنونکي يې د امریکا، پاکستان او افغان حکومت ګډه پروژه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x