څرگندې څرگندونې (۱)، دخليل الله قتيل زوى ټولونه
– دښوونځيو په ودانولو کښې مرسته وکړئ .
– ماشومان مو تعليم او تحصيل ته وهڅوئ او دلوړو تحصيلاتو زمينه ورته برابره کړئ.
– خپله ژبه او فرهنگ په معرفت سمبال کړئ.
– اتفاق او اتحاد وکړئ.
– له تربگنۍ او دښمنۍ ځان وساتئ.
– په جرگواومرکو ستونزې حل کړئ.
– دبشري کرامت پوره خيال وساتئ او په پاک نيت او نيکې ارادې د ورور ولۍ خوږ ژوند وکړئ.
– دهېواد په ساتنه او ودانۍکښې فعاله ونډه واخلئ.
– له ملي شتمنۍ په فني توگه معقوله استفاده وکړئ.
– ځنگلونه او کانونه مه تباه کوئ .
د۱۳۳۴.ل کال دلويې جرگې نائب رييس ارواښاد وزير جنرال محمد گل خان مومند بابا