د نن سرلیکنه

د شمال د وروستيو ناورینونو په اړه د چارواکو بیغوري- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: له تیرو دوو اونیو راهیسې د موسمي بارانونو د اورښت له امله د هیواد شمال زون د جوزجان، فاریاب، سرپل، سمنګان او بادغیس ولايتونوکې زورور سیلابونه راووتلي، چې په ترڅ کې يې لسګونه کسان مړه ، ټپيان او ډیری خلکو ته يې مالي زیانونه اړولي دي. په داسې حال کې چې د اورښتونو او سیلابونو له کبله بيځایه شوي خلګ لاهم په خپلو سیمو کې مناسبې سرپناه اود ژوند نورو آسانتیاووته لاس رسی نه لري تيره ورځ دبدخشان په اورښت ځپلې ولایت د ارګو ولسوالۍ د اب باریک په سیمه کې یوه تپه پر نږدې کلی چې پکې شاوخوا زر کورنۍ اوسیږي، راوښوییده او د لومړنیو ورکړل شویو معلوماتو له مخې ۲۱۰۰ کسانو پکي ژوند له لاسه ورکړی.

تر دې له مخه د ثور دمیاشتې په لسمه د سمنګان ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ كې د ډبرو سکرو کان د یوه تونل د نړیدو له امله ۱۸ تنه وو ژل شول.

دا ټولې زړه دردوونکې پیښې په داسې مهال کې پیښږي چې د کابل چارواکي په انتخاباتي غورځو پرځوکې او سیاسي رقابتونوکې داسې مصروف دي چې د متضررینو ټول رنځونه او ستونزې یې په خیال کې هم نه ورګرځي.

د غه ټول ناورینونه په تیره د بدخشان ولایت پرونۍ زړه بوږنوونکې حادثه دا ایجابوي چې په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان شي ،له ولسمشره نیولې تر مرستیالانو، د کابیني غړي او په اصطلاح د خلګو استازي ټول د حاثې ځای ته حاضر او د سیمې له متضررینوسره سره خپله خواخوږي د عمل په میدان کې ثابته کړي.

د طبیعي افتونو د مخنیوي اداره، سره میاشت او نور مرستندویه بنسټونه ټول باید د مصیبت ځپلو له کورنیو سره د خواخوږي ترڅنګ دهغوی مرسته وکړي ، د زخمیانو په درملنه کې عاجل اقدام وکړي ، او د بي ځایه شویو لپاره د خوراکي توکو، صحي اوبو اونورو اړتیاوو په پوره کولوکې له هغوی سره لازمه مرسته وکړي.

خو د هیواد بیغوره چارواکي د دغې سترې فاجعې په مقابل کې خپل ټول مسؤلیت یواځې په دې سره پوره بولي چې دهغوی د فاجعې په اړه تش په نوم د خواخوږي او غمشریکي یوپیغام خپورکړي او د هغه په ترڅ کې خپل ځان له مصیبت ځپلیوسره په تشریفاتي الفاظو سره شریک وبولي.

څښتن تعالی دې زمونږ مصیبت ځپلی ولس نور د داسې بیغوره چارواکو د بیغوري او د ټولو افتونو له شره محفوظ لري.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x