افغانستان

عطاء نور : اوس هم والي يم ولسمشر مي نشي ګوښه کولای

د بلخ والي عطاء محمد نور نن د ياد ولايت په مقام کې د غونډو په تالار کې د خبرو په مهال وويل: اوس هم والي يم او ولسمشر نشي کولای ما له خپل ولايت څخه ګوښه کړي.

عطاء محمد نور د ملکي او نظامي مسؤلينو په غونډه کې چې د بلخ د ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه يادي خبري وکړې.

نور د خپلو خبرو په مهال وويل: زما په لرې کولو سره اشرف غني دلته داعشیان راولي، خو دا زما نه لورېږي چې د بلخ پېغلې د داعشیانو مینځې شي.

زياته موده کيږي چې د عطاء نور او ارګ تر منځ د بلخ ولايت پر سر لانجه رامنځته شوې.

د بلخ والي د پخواني ولسمشر حامد کرزي له وخته خپلسری پېژندل کېږي او د ګډ‌ حکومت په راتلو هم ولسمشر غني ګواښ کړی و، چې دی به ښاغلی نور له دندې ګوښه کړي، خو هغه له غربي رسنيو سره په مرکو کې ګواښ کړی و، چې «د چا پلار يې هم له ولايته نشي لرې کولای.»

په دې وروستيو کې د اشرف غني له لوري د بلخ ولايت لپاره د عطاء محمد نور پر ځای انجینر داود د بلخ والي ټاکل شوی خو لا هم عطاء نور پر خپل ځای ناست دی او زياتوي چې ولسمشر نشي کولای ما له خپل ولايت څخه ګوښه کړي.

د بلخ او ارګ د ناندریو په اړه عبدالرب الرسول سیاف ویلي، دوی دې تر دې «کوچنیو کیسو» تېر شي.

سیاف چې یوې علمي ناستې ته خبرې کولې، د ارګ او بلخ دویمې اوونۍ ته ننوتونکې لانجه يې کوچنۍ کیسه وبلله.

سیاف وايي، په هېواد کې تر دې مهم مسائل دې چې باید بحث پرې وشي، په وینا يې موږ باید د هېواد د پرمختګ په اړه وغږېږو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الوارث

سياف د خبل عادت نه مجبور دي هغ زور منافقت كوي ، د عطا نور وجود د سياف دديرو أهدافو خدمت كوي، زكه دي مسألي ته كوجني مسأله وايي مطلب يي دادي جي عطا نور دي به خبل زا باته شي .

مجيب الرحمان

د سياف دې بېخ ووځي چې ملت ترې په کرار شي.

نا پيژاند

دا ټول قراردادیان دي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x