
امرالله صالح: حکمتیار د داعش زندانیانو د خوشي کولو هڅې کوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي، حکمتیار له داعشیانو سره کلکه اړیکه لري او د هغوی د زنداني کسانو د خوشي کولو هڅې کوي.
صالح پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغان حکومت تر شلو ډېر داعشي زندانیان په واک لري، چې ټول يې له حکمتیار سره اړیکه لري.
هغه لیکلي، د دې لپاره چې د حکمتیار او داعشیانو اړیکي رسوا نه شي او د حکمتیار او حکومت جوړې ته تاوان ونه رسېږي، د دې داعشیانو دوسيې پټې ساتل شوې دي.
که څه هم وړاندې تر دې هم ځينو شنونکو او د ولسي جرګو غړو داعش د امریکا، پاکستان او افغان حکومت ګډه پروژه بللې وه، خو دا لومړی ځل دی چې صالح د حکمتیار او داعش اړيکي رسوا کوي.
انجینر ګلبدین حکمتیار چې د تېر کال په تله میاشت کې يې له حکومت سره د سولې په نوم تړون لاسلیک کړ، د داعشي وسله والو د پيدايښت په پیل کې هم د رسمي اعلاميې له لارې د دوی ملاتړ اعلان کړ.
د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای میاشت کې حکمتیار د رسمي اعلاميې له مخې په خپلو ملاتړو غږ وکړ، چې که داعش او طالبان په جګړه کې ښکېوتل باید د داعشیانو ملا وتړئ.
که څه هم دا اعلامیه د حزب اسلامي پر سمي ویبپاڼه خپره شوه، خو څو ورځې وروسته حکمتیار پخپله رد کړه او دا يې د رسنیو «تحریف» وباله.
تر اوسه حزب اسلامي د امرالله صالح د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره اوونۍ يې ګیله کړې وه، چې حکومت يې د زندانیانو په خوشي کولو کې بې غوري کوي.