
ګل اغا شیرزی له ډاکټر عبدالله عبدالله سره یوځای شو
ګل اغا شیرزی ، چې په تېرو ټاکنو کې يې ۱.۶۱ رايې وړې وي، نن په یوه خبري ناسته کې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د یوځای کېدو اعلان وکړ.
نوموړي نن شنبه د خبریالانو په وړاندې په یوه خبري ناسته کې وويل چې په راتلونکیو ممکنه ټاکنو کې به د ده د پلویانو رايې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره وي.
یاده دې وي چې دټاکنو په لومړنیو پایلو کې ډاکټر عبدالله عبدالله د ۴۴.۹سلنو رایو په وړلو لومړی او ډاکټراشرف غني احمدزي د ۳۱.۵ سلنو رايو په ګټلودویم مخکښ نوماند و.
د شنونکو په باور راتلونکې ټاکنې به پرلپسې امنیتي پېښو ته په کتو له ستونزو خالي نه وي.