افغانستان

يونیسیف پوهنې وزارت سره ۴۸ میلیونه ډالر مرسته وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې«یونیسیف» په افغانستان کې د پوهنې د ودې او ښه کولو په موخه د پوهنې وزارت سره ۴۸ میلیونه ډالر مرسته وکړه.

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محمد ابراهیم شینواري وویل، د یونیسف دغه مرسته د راتلونکو ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو لپاره ده او د مرستې هوکړه لیک نن لاسلیک شو.

د شینواري په خبره، د یونیسیف له لوري دغه مرسته به د پوهنې وزارت د عمده برخو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې ولګېږي، چې د پالیسو او ستراتېژیو د جوړولو، د ښوونیز نصاب د پراختیا، د ظرفیتونو د لوړولو او با کیفیته زده کړو ته د افغان ماشومانو د لاسرسي په موخه شوې ده.

دی وايي، د یونیسیف له لوري په مرسته شویو پیسو به له ښوونځي وړاندې د زده کړو د ‍‍۱۰زره بابه تولګیو جوړول، د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ۷ زره ټولګیو جوړول، له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د یو میلیون زده کوونکو لپاره درسي مواد برابرول او د ۱۲۰ نجونو او هلکانو لپاره د دوامداره زده کړو برابرول پکې شامل دي.

په افغانستان کې د یونیسیف مشرې ادیل خُدر ژمنه وکړه، چې له یاد وزارت سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د پوهنې وزارت د خپرونو مسوول کبیر حقمل وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او له ۱۰۰۰ ډېر ښوونځي د نامعلومه دلایلو له مخې تړل شوي دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې«یونیسیف» نن ویلي وو، چې په تېرو نهو میاشتو کې ۷۰۰ افغان ماشومان په جګړو کې وژل شوي دي.
«یونیسیف» له پوهنې وزارت سره د ۴۸ میلیونه ډالرو مرسته داسې مهال کوي، چې په دغه وزارت کې د خیالي ښوونځیو، خیالي ښوونکو او د خیالي کارکوونکو له امله میلیونه ډالر چور شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x