نړۍ

هندوستان: اسام ايالت کې سخت دريځو هندوانو ۲۲ مسلمانان وژلي

د هند شمال اسام ايالت کې سخت دريځو هندوانو ۲۲ مسلمانان وژلي دي.
د اسام ايالت د پوليسو مشر ايس ان سينګ وايي، چې لسو سخت دريځو توکم پالو هندوانو د مسلمانان شاوخوا شل کورونو ته اور واچاو او د ښځو او ماشومان په ګډون يې ۲۲ کسان و وژل .
پوليس وايي، چې له پېښې وروسته يې په سيمه کې په ګرځيدو بنديز لګولی او اوس امنيتي وضعيت کنټرول دی.
د سيمې مسلمانان وايي، چې پوليسو د هندو توکم پالو د بريدونو او کور سوځولو پر مهال د اورپکو هندوانو هيڅ مخنيوی ندی کړی.
هندي رسنۍ وايي، چې دغه بريدونه د هندوانو بودو قوم کړي دي، چې د واکمن ګوند ايتلافيان دي.
د اسام ايالت د سرحداتو وزير صديق احمد وايي، چې د روانو پارلماني ټاکنو پر مهال مسلمانانو د بودو قوم کانديد ته رايه نه وه ورکړې، چې له امله يې دغه سخت دريځو هندوانو پر مسلمانانو بريدونه وکړل.
د يادونې وړ ده، چې دې دوه کاله وړاندې هم اسام ايالت کې شرخوښو هندوانو پر مسلمانانو ظلمونه پیل کړي وو، چې ډېر وخت يې دوام وکړ او په لسګونو مسلمانان يې و وژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x