
د خوست اوسېدونکي: امنيتي ځواکونه له غلو او انسان تښتونکو سره لاس لري
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د خوست ولايت اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې دولتي ځواکونه او ځينې امنيتي کړۍ له غلو، انسان تښتونکو او د نشه يي توکو له قاچاقبرانو سره لاس لري.
شاوخوا څلور ورځې مخکې د خوست سرپرست امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود امين د غلو او انسان تښتوونکو د يوې پنځه کسيزې ډلې د نيولو پر مهال خبرداری ورکړ، چې له دې وروسته به له غلو او انسان تښتونکو سره ټينګه مبارزه کوي.
خو ويل کېږي، چې د هغو کسانو له ډلې يې يو تن د امنيې قومندانۍ له نظارت خانې څخه تېښته کړې ده.
د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالبصير هم د يو تن تورن کس د تښتېدلو پېښه تاييد کړې ده.
د خوست اوسېدونکي وايي، تېره ورځ د امنیې قوماندانۍ د پولیسو له نظارت خانې څخه د سړي تښتوونکو له نیول شوې ډلې څخه یو تن يې د پوليسو په همکارۍ تښتېدلی دی.
د خوست ښار يو تن اوسېدونکي محمد نعيم نن ټکی اسيا ته وويل: چې د پوليسو همکاري نه وي، څرنګه يو مجرم د امنيې قومندانۍ له نظارت خانې تېښته کوي، خامخا ورسره په غلاوو، انسان تښتوونکو او وژنو کې همغه کسان لاس لري چې د نظارت خانې څخه يې د تښتولو لاره ورجوړه کړې ده.
د نوموړي په وينا، ډېر کله داسې غله ليدل شوي چې پوليسو نيولي وي خو د څو ورځو په تېرېدو سره بېرته ازاد ګرځي.
د خوست ښاريان وايي، په دې وروستيو کې د ښار امنيتي وضعيت بيخي خراب شوی ورځ تر بلې انسان تښتونې، د موټرو غلاګانې، او قلتونه زياتېږي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.
د خوست د ولايتي شورا غړی قمر علي لکڼوال هم وايي، پر پوليسو د خلکو بې باوري زياته شوې او ګمان کېږي چې ځينو پېښو کې دې پوليس هم لاس ولري.
خو په ورته وخت کې د خوست د امنيې قومندانۍ چارواکو ويلي، چې د ياد کس د تښتېدو په تړاو يې د نظارت خانې د امر په ګډون پنځه پوليس نيولي دي او څېړنې ترې روانې دي.