افغانستان

حکومت: عطا نور د والي مقام ته بې اجازې تللی دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): نن د بلخ پخوانی والي جنرال عطا نور خپل پخواني دفتر ته تللی او له هغه ځایه یې خپله رسمي دنده پیل کړې ده.

نوموړي یو ځل بیا ګواښ وکړ چې اوس هم والي دی او خپل کارونه د معمول سره سم پر مخ بیايي.

خو د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي چې د والي مقام ته د نور حاضرېدل د هغه شخصي پرېکړه ده، حکومت ورته اجازه نه ده ورکړې او نه هم د هغه په اړه د حکومت پرېکړه بدله شوې ده.

دغې ادارې ټینګار کړی چې ډېر ژر به انجینر داود د والي په توګه بلخ ولایت ور معرفي شي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ددې تر مخه تېره اونۍ هم خبر ورکړی وو چې بلخ ته به ډېر ژر نوی والي معرفي کړي خو تر اوسه یې لا خپله خبره عملې کړې نه ده.

بلخوا د جمعیت ګوند ویلي چې عطا نور به تر هغو له خپلې دندې لیري نه شي تر څو ددوی یو شمېر غوښتنې منل شوي او عملي شوي نه وي.

ددغه ګوند د مشرتابه شورا غړي کمال الدین حامد رسنیو ته ویلي چې دوی د حکومت سره په دې اړه غیر رسمي مذاکرات پيل کړي دي او ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ به پر یوه ځانګړي میکانیزم ورسره توافق وشي چې له مخې به یې نور اقدامات کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Now it became clear what the actual problem is, it is Jamiat and Northern Alliance and Taliban fight against them.

عزیزی

په ارگ کی خودوه باچا هان ناستو وس به په ولایت کی هم وه والیان ناستوی شرم په کارده داعج حکومت ده

الجاج استاذ بیانزی

THE ACTUAL PROBLEM WAS nato & usa FROM THE BEGINING , NOT ANYBODY ELSE and TALIIBAN FIGHT AGAINST usa & nato, NOT PAMIAT AND NORTHERN OR ANYBODY ELSE.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x