د پایته رسیدلي ۲۰۱۷ کال په اپریل کې د ننګرهار په اچین ولسوالې کې د امریکایانو لخوا د بمونو د مور کارونه هم په افغانستان کې د داعش د شهرت په خاطر امریکايي هڅه وه .

په غربي مطبوعاتو کې د داعشي فعالیتونو نشراتي انعکاس

احمد مختار

په سوریه کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو لخوا د داعش د خلافت مرکز رقه ښار تر نیول کیدو وروسته عملا په منځني ختیځ په تیره عراق او سوریه کې داعشي ماموریت پایته رسیدو په معنی وبلل شو.

ځکه کوم اهداف چې امریکایانو په عراق او سوریه کې د داعش له ایجادولو څخه لرل هغه یې عملا تر لاسه او نور ورته هلته د پاتي کولو ضرورت نه لیدل کیدو.

هماغه ده چې امریکایانو داعشي ماموریت له موصل او رقه ښار (خلافت له مرکز) څخه افغانستان ته ولیږداوه او دلته ورته د دوی خلاف مقاومت د کمزوري کولو او په افغانستان کې د عراق اوسوریې په څیر د فرقه یې شخړو جوړولو نوي مسؤلیت وسپارل شو.

خو داچې د افغانستان شرائط او وضعیت له عراق او سوریې سره ډیر توپیر لري نو داعش ته مشکله ده چې دلته د عراق او سوريي په څیر چټک پرمختګ وکړي.

خو امریکایان هم د افغانستان او منځني ختیځ ترمنځ موجودو توپیرونو ته متوجه او کوښښ کوي د خپل تبلیغاتي حمایت په مټ په افغانستان کې داعشي موثریت پر افغانانو ومني.

د بیلګې په توګه له څو ورځو راهیسي خبري رسنیو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د ځای پرځای کیدو خبره تر نشراتي پوښښ لاندې نیولې.

کله هلته د نا معلومو الوتکو په وسیله د داعشي وسله والو د رارسولو، کله د هغوي په لیکو کې د فرانسوي او الجزائري اتباعو د لیدل کیدلو او کله هم خپله د داعش وسله لخوا د خپلو نورو ملګرو د اعدامولو خبرونه خپروي.

همدا راز په کابل کې د داعشي وسله والو لخوا د هزاره شیعه ګانو په مذهبي مرکزونو او تجمعاتو باندې خونړي بریدونه چې له پوځي لحاظه ډیر آسانه هدف او تبلیغاتي هنګامه یې ډیره لویه ده په افغانستان کې د داعشي موجودیت او د هغوي د ځوکمن ښودلو یوه بله تبلیغاتي هڅه ده.

پر دې سر بیره له تیرو دری نیمو میاشتو راهیسي په مرکز کابل کې د هزاره شیعه ګانو پر مساجدو او مذهبي مرکزونو داعشیانو اووه خونړي بریدونه تر سره کړي چې له امله یې ۱۳۰ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.

تیره میاشت د داعش لخوا پرشمشاد ټلویزون برید چې هیڅ ډول تلفات یې نه لرل هم تر ډیره بریده د تبیلغاتي شهرت په خاطر ترسره شو، د هغه په تعقیب د هزاره ګانو مسجدونو چې کاملا غیر پوځي اهداف دي د دې لپاره په نښه شول چې هم تبلیغاتي شهرت پري حاصلیږي او هم د عراق او سوریې په څیر د شیعه – سني شخړو او جګړو په ګرمولو کې اعظمي استفاده تري کیږي.

د پایته رسیدلي ۲۰۱۷ کال په اپریل کې د ننګرهار په اچین ولسوالې کې د امریکایانو لخوا د بمونو د مور کارونه هم په افغانستان کې د داعش د شهرت په خاطر امریکايي هڅه وه .

د افغانستان او منځني ختیځ متغایر شرائط

که څه هم چې په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریه کې د داعش له را ټوکیدو سره سم یې په افغانستان کې هم اثر راښکاره او د ښاغلی عبدالرحیم مسلم دوست لخوا ورته د صوتي بیعت اعلان وشو ، خو له را ټوکیدو سره سم یې په عراق او سوریه کې دومره پرمختګ وکړ چې تقریبا د عراق او سوریې ډیری سوق الجیشي مناطق او پوځي مراکز تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

مګر په افغانستان کې یې د امریکایانو له ټول پوځي او تبلیغاتي حمایت سره سره هیڅ پرمختګ ونه کړای شو؛ بلکې د پرمختګ په ځای یې د لومړۍ ورځي مهم بیعت کوونکي ښاغلی مسلم دوست هم تري خپل اعلان کړی بیعت بیرته واخیست او هم یې د رسنیو له لاري رسما تري برائت اعلان کړ.

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش اوسنیو فعالیتونو ته د غربي مطبوعاتو لخوا په داسې مهال کې هوا ورکول کیږي چې په شمال کې د ژمني موسم په پیلیدوسره هلته د طالبانو فعالیتونو په نسبي لحاظ ځنډیدلي.

امریکایانو هم چې د ټرمپ له جنګي ستراتیژۍ څخه کومې متوقعې پایلې په نظر کې لرلې هغه تر سره نه شوې اوس په تبلیغاتي لحاظ د طالبانو په مقابل کې د داعش نفوذ او تسلط له زور نمايي څخه بل داسې څه نه لري چې د خلګو توجه ورباندې ځانته واړوي.

ځکه یې نو له یوې خوا په پوځي لحاظ په کابل کې د داعش ځینو خونړیو صحنو ته د نمایش زمینه مساعده کړې او له بلې خوا يي هغوي ته په خپلو نشراتي وسائلو کې د هوا ورکولو کمپاین پیل کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د