دیني، سیرت او تاریخ

د حنفی مذهب بنیادونه

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېرو برخو کې مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې نه د تابعینو تر زمانې پورې د اجتهاد په مختلفو مرحلو باندې خبرې وکولې او په مینځ کې مو د شیعه ګانو مذهبونه هم یاد کړل او د مذهب په اړه مو یو څو عامو اعتراضونو او نیوکو ته ځوابونه هم وویل د حنفی مذهب په شروع ، وده او ټینګښت مو خبرې وکولې د هغې برخې په تعقیب …

د حنفی مذهب بنیادونه

حنفی مذهب یو خیالی مذهب نه دی چې په هوا او خیال او صرف رایه باندې ولاړ دی بلکه ژورې پایې او بنیادونه لري په لاندې توګه :

۱. قرآن کریم

قرآن کریم د امام ابو حنیفه (رحمه الله) په وړاندې د دیني احکامو لمړی مصدر دی ځکه دا داسې کتاب دی چې په هېڅ خبره بلکه په هېڅ ټکی کې یې هېڅ ډول شک نشته او په دنیا کې هېڅ داسې کتاب نه مخکې پیدا شوی او نه به وروسته را پیدا شي چې له ده سره د مقایسې قابل شي او زمونږ په دین او څلورو واړو مذهبونو کې اول په هغه څه باندې فیصله کیږي چې په قرآن کریم کې موجود وي او د قرآن کریم په بدل کې هېڅ بل شی نه اخیستل کیږي او که څوک پداسې څه عمل وکوي چې د قرآن کریم له کوم حکم سره په ټکر کي وي نو د اسلامي شریعت له نظره به دا خبره او مذهب رد وي .

۲. نبوی سنت

امام صاحب (رحمه الله) تر خپلې وسې پورې کوښښ کړی دی چې کله یوه خبره په قرآن کریم کې پیدا نه کړي نو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له سنتو څخه یې را اخیستې ده او په حنفی مذهب کې داسې مسئله بالکل نشته چې د کوم صحیح حدیث سره په ټکر کې وي او که چېرته داسې مسئله څوک پیدا کړي نو هغه مسئله به خپله هم په یوه سنت باندې عمل وي او د هغې مسئلې په اړه به دوه سنت راغلی وي نو امام صاحب (رحمه الله) به په هغه دوو کې د خپلې پلټنې په نتیجه کې په یوه باندې عمل کړی وي د مثال په توګه رفع الیدین کول او نه کول نو دا چې امام صاحب (رحمه الله) د رفع الیدین د نه کولو په سنتو باندې عمل کړی دی ددې ولې په ځواب باندې زمونږ د فقهي کتابونه ډک دي د مثال په توګه که څوک یې دلیل کتل غواړي نو د مسئلې لپاره د هدایه وګوري او د حدیثو د تحقیق ، دلیل او اضافی وضاحت لپاره د ورسره نصب الرایه وګوري او نصب الرایه به ورته ښکاره کړي چې امام صاحب (رحمه الله) ولې پدې سنت عمل کړی دی .

۳. اجماع

حضرت امام ابو حنیفه (رحمه الله) په هغه وخت کې په دنیا کې تشریف درلود چې په اسلام کې صرف یو نسل د صحابه کرامو له امام صاحب نه مخکې تېر شوی وو نو که به په کومه مسئله کې امام صاحب ته ښکاره شوه چې پدې باندې صحابه وو اجماع کړې وه نو امام صاحب (رحمه الله) به تر قرآن کریم او سنت وروسته هماغه قول غوره کولو او له هغه اجماع نه به بیا دی مبارک هم بلې خو ته نه تلو.

۴. قول الصحابي

که به په کومه مسئله کې به امام صاحب (رحمه الله) پورتني دلائل پیدا نه کړل نو بیا به یې د مسئلې حل د صحابه وو په اقوالو کې لټولو او امام صاحب (رحمه الله) پخپله فرمایل کله چې ماته ښکاره شي چې په کومه خبره کې د صحابه وو مختلف اقوال دي نو زما چې کوم خوښ شي هغه اخلم یعنی چې ماته احق ښکاره شي او کوم چې زما خوښه شي هغه پرېږدم .

۵. القیاس

امام صاحب (رحمه الله) به چې کومه خبره د صحابه وو په اقوالو کې هم پیدا نه کړه نو بیا به یې قیاس کاوه یعني چې په یو ځای کې به یې د حلال والي او یا حرام والي دلیل پیدا کړو د هغه حراموالی او یا حلال والي د حکم علت پیدا کولو او هغه علت به یې چې په بل داسې ځای کې پیدا کړو چې هلته به صریح حکم نه وو راغلی نو هغه شی به یې هم تردې حکم لاندې کړل یعنی هغه به یې هم قیاس کړو پدې شي باندې چې په اړه یې صریح حکم راغلی دی .

۶. استحسان

یعني د احسن دلیل لټول یعنی که چېرته په کومه مسئله کې قیاس دوه ډوله فیصله کوي او انسان ته ښکاره کیږي چې کېدای شي چې دا په یو شي باندې قیاس شي همداسې امکان لري په بل شي باندې قیاس شي نو امام صاحب (رحمه الله) به کوښښ کولو چې په دواړو کې یې په هغه باندې قیاس کړي چې ده ته ډېر احق ښکاره کېدو .

۷. العرف و العادة

یعنی په مسلمانانو کې کوم کار رواج کېدل چې د هغې د حلال والي او یا حرام والي په اړه به ښکاره دلیل نه وو نو څرنګه به چې د مسلمانانو په مینځ کې وو امام صاحب (رحمه الله) به هماغسې فیصله کوله لکه حضرت ابن مسعود (رضی الله عنه) چې فرمایی : هغه څه چې مسلمانان یې ښه وګڼي هغه د الله په وړاندې ښه دي .

البته دا هغه خبره چې په اړه یې د قرآن کریم او احادیثو څخه صریح دلیل نه وي او که د خلکو کړه وړه له قرآن کریم او احادیثو سره ټکر شي نو که د دنیا ټول مسلمانان هم عمل ورباندې وکوي هغه نشی حلال کېدلی هغه به حرام وي .

نکته : په اوس وخت کې په فقهي قواعدو کې هم اوس داسې قاعدې موجودې دي چې هغه د خلکو عرف او عادت ته ترجیح ورکوي هلته مونږ وايي د خلکو عرف په دوه قسمه دی یو هغه عادت د ی چې په ښکاره سره د شریعت سره مکمل په ټکر کې وي لکه په کوم ځای کې د شرابو څښاک او خرڅلاو یا سود خوراک عادت کېدل نو دا د اسلام له نظره بالکل په ټکر کې دی او ناروا دی او یو هغه عادت دی چې په مکمله توګه له شریعت سره په ټکر کې نه وي د مثال په ډول یو څوک حمام ته ځي او عادت اوس جوړ دی چې حمام کول په ۳۰ روپی دی.

شریعت وایي چې څوک کوم قرارد له چا سره کوي باید ټول طرفونه یې واضح وي د مثال په ډول په حمام کې څومره وخت تېروې؟ څو سطلونه اوبه استعمالوې؟ او داسې نور لکن عادت داسې شوی دی چې په مبهمه او نا معلومه توګه خلک حمام ته ننوزي او که څوک نیم ساعت تیروي ، که څوک ۴۰ دقیقې تیروی که څوک دوه سطله اوبه استعمالوي او که څوک دری ټولې هماغه معین شوې ۳۰ روپۍ ورکوي نو شریعت هم دا معامله د خلکو د عرف له امله روا ګڼي او څرنګه چې د عرف او رواج له مخې هر وخت همداسې کیږي نو ددې نه څه جګړه او لانجه نه جوړیږي . . نور بيا ان شاء الله

المراجع :
المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x