fbpx

د ښه او ارام خوب لپاره ۱۱ غوره لارښوونې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ډېر شمیر خلک د نړۍ په شاوخوا کې له بې خوبۍ ځوریږي، ځینې خلک د خوب ستونزې ختمولو لپاره پر ځان ډېرې پیسې لګوي او درملنه کوي، خو دوی په دې نه پوهیږي چې د خوب ښه والي لپاره د څو عامو لارښوونو ضرورت دی.

دلته د ښه او ارام خوب لپاره یو څو اسانه لارښوونې دي:

1. د خوب لپاره روزانه یو روټین/معمول وټاکئ، په یو وخت ویده کیږئ او په یو وخت ویښیږئ، که یوه شپه په یو وخت او بله شپه په بل وخت ویده کیږئ خوب به مو همیش نا ارامه وي.

2. خواړه مو تعقیب کړئ، وګورئ چې د شپې لخوا خو داسې خواړه نه خورئ چې خوب مو زیانمنوي.

3. د سګریټ نشه پریږدئ!

4. په تیاره کې خوب کوئ، غوره خوب هغه دی چې د شپې لخوا پوره شي، خو که چیرې د ورځې لخوا ویده کیدئ هم نو خونه کې تیاره جوړه کړئ.

5. په ګرمو اوبو لامبئ! ګرمې اوبه بدن نرم ساتي چې په ښه خوب کولو کې مرسته کوي.

6. د برقي سامانونو څخه لرې اوسئ، په ځانګړي ډول د شپې لخوا سمارټ فون لیپټاپ او داسې نور شیان مه استعمالوئ!

7. په اوچت اواز الارم مه ساتئ! اوچت اواز الارم مو ذهنا نا ارامه کوي، چې د بې خوبۍ او تشویش لامل کیږي.

8. ګرمې شودې وڅښئ، که چیرې روزانه له بې خوبۍ سره مخ یئ نو د ګرمو شودو استعمال ډېر کړئ!

9. وختي ویده کیدل مو معمول وګرځوئ! د شپې لخوا وختي ویده کیږئ تر څو وختې راپاسیږئ او همدا مو معمول وګرځوئ خوب به مو ارام او ښه وي.

10. حیوانات د خوب له ځای څخه لرې وساتئ! ځینې وخت انسان پیشو یا بل داسې حیوان کور کې ساتي، چې د شپې لخوا دده خوب زیانمنوي، که خوب ښه او ارام کول غواړئ حیوانات مو خونې ته مه پریږدئ!

11. له ویده کیدو مخکې مو جرابې وباسئ! کله کله انسان د خوب پر مهال د زړه تنګۍ احساس وکړي، په داسې وخت کې سمدلاسه جرابې وباسئ او یا مو د سر کیښودو ځای بدل کړئ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د