نن په انځورونو کي

د بدخشان ناورین په انځورونو کې

نن ټکی آسیا: د بدخشان ولایتي چارواکو اعلان وکړ، چې د دغه ولایت په ارګوی ولسوالۍ کې د ځمکې د ښویدنې له کبله د اوښتیو ځاني تلفاتو شمېر له ۲۵۰۰ کسانو څخه اوښتی او وېره ده، چې دا شمېره نوره هم لوړه شي.

پرون د جمعې په ورځ له غرمې مخکې کابو ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د ارګوی ولسوالۍ په خشک اب او باریک اب سېمو کې د ځمکې د ښویدلو له کبله سلګونه کورونۍ تر خاورو لاندې شوې. په دې سېمو کې ، په یوه کې د واده مراسم هم روان وو، چې له بده مرغه ټول تر خاورو لاندې شول.

badakhshan.argoy2

د بدخشان والي شاه ولي ادیب وايي، چې تر اوسه ۲۵۰۰ کورنۍ تر خاورو لاندې شوي، یوازې درې کسان له خاورو را ایستل شوي او د نورو د را ایستلو لپاره د سېمي خلک لاس په کار شوي، خو حکومتي ټیمونه به هم ډېر ژر ځان ور ورسوی.

دا ناورین که څه هم یوازې تر یوې ټاکلې سېمي محدود نه دی او شاوخوا سېمي هم د ځمکې ښویدو، بارانونو، سیلابونو او نورو افتونو شاهدې وې، خو تر ټولو زیاته ویجاړي او د سلګونو کسانو جنازې یې د اب باریک کلي پر اوږو بار کړې.

د ارګوی ولسوال وایی، چې د دغه کلي له ۸۰۰ کورنیو څخه ۳۰۰ کورنۍ له ۲۵۰۰ افرادو سره تر خاورو لاندې شوې، او پاته پنځه سوه نورو کورنیو ته هم درانه زیانونه اوښتي. نوموړي همداراز وویل ، چې په افاقي کلي کې هم ۷۰ کورونه تر خاورو لاندې شوي او ۳۰ کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

badakhshan.argoy-4

یو سپين ږېری په داسې حال کې ژاړي، چې له خپلې لویې کورنۍ یوازې دوی دوه سرونه ژوندي پاته شوي.

badakhshan.argoy-5ویل کېږي، چې په لومړۍ پېښه کې ۳۰۰ کسان خاورو لاندې کړي ول، کله چې د شاوخوا سېمو ۶۰۰ نور رضاکار ځوانان او سپين ږېري د یادو خلکو مرستې ته ورغلل، د مځکې د ښویدو دوهمې څپې هغوی ټول په یوه غېږ له خاورو سره خاوري کړل.

badakhshan.argoy-7

badakhshan.argoy-8

badakhshan.argoy-9

نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x