نظــر

د استاد یاسر، د اسارت د نهم کال په مناسبت

جمیل ـ مجاهد

هغه استاد یاسر، چې ملتونه یې را ویښ او د یرغلګرو ​طلسمونه یې مات کړل!!

د روسانو د یرغل په مهال مې د استاد یاسر په باب دومره اوریدلي وو چې الله تعالی هغه ته د جلب او جذب بهترین استعداد او د دعوت بیساري موثره ژبه ورکړې، تر دې چې دسیاف تنظیم په مالي لحاظ په نورو تنظیمونو غښتلی او غوړ ښکاريده په هغه کې د استادیاسر ونډه او رول له بل هر چا نه بنسټیز او بارز وو، ځکه استاد په عربو کې له حده تیر محبوبیت درلود ، کله به چې عربي هیوادونو ته ولاړ نو په یوې دوري کې به یې په لسهاوو میلونه ریال له دولتونو او مخلصو مسلمانانو څخه تر لاسه او بیا به یې مخامخ د سیاف خورجین ته ور وغورځول.

استاد یاسر ته عربانو او د امت مخلصو پرګنو لدې امله زړه نیوه او بیدریغه مرستې به یې ورکولې ، چې هغوی د استاد په ضمیر کې له بل هر چا زیات له جهاد او اسلام سره د وفاداری او خلوص دنګ منارونه لیدل ، مسلمانانو پرې کلک باور درلود چې څه د استاد لاسته ته ورځي هغه پرته لدې چې تصرف پکې وکړي او یا ځانته پرې ارګاه بارګاوې جوړي کړي مخامخ یې د جهاد خزاني ته رسوي.

په رښتیا هم استاد یاسر د جهاد د اصیل فکر او پاک مسیر لاروی او لارښود وو ، نه یې د جهاد په لوړو ارزښتونو له چا سره سیاسي معامله کوله او نه یې دجهاد له شتمنیو او بیت المال څخه لکه دجهاد د زیاترو مشرانو او قومندانانو په څیر په لندن ، پاریس ، دوبی ، پاکستان او نورو هیوادونو کې ځمکي ، بیلډنګونو، بیړی او پلازي واخیستي ، په پاک نیت او رسا داعیه یې د روسانو په مقابل کې سپیڅلي جهاد او قیادت تر سره کړ او هم چې کله د ځینو جهادي تنظیمونو په سر د قدرت بزکشی شروع شوې او د قتل قتال نوی پیر پیل شو ، که څه هم مجددي او بیا رباني هغه ته کلیدي وزارتونه ورکړل ، ولې استاد پوهیده چې یو لوری هم حق او په شریعت استوار ندی ، جنګیدونکي ټولې ډلې او ټپلې د قدرت او خود خواهی د جنون تر بریده رسیدلي، نو ځکه استاد غوره وبلله چې ځان ترینه په څنګ او بیرته د هجرت دیار د دعوت جهاد پوهنتون ته ستون او د یوه استاد په حیث خدمت پیل کړي.

ما چې استاد یاسر په ۲۰۰۲ کال کې ولید او دا هغه شپي ورځي وي چې استاد تازه د اسلامي امارت په لیکو کې په خدمت پیل کړی وو په ړومبني صحبت کې یې ماته یو څو صریحي خبري وکړي هغه وویل: ګوری طالبانو! داسې فکر ونکړی چې زه له تاسي سره یو ځای په صف کې ودریدم نو زما هدف به ستاسي په صف کې د کومي چوکی او امتیاز تر لاسه کول او یا کومه بله استفاده جويی وي ، ما که چوکی ، امتیاز او شهرت غوښتلای نو کرزي یې ماته د وزارت تر کچې را کوي او بلنه یې هم راکړي، ځکه زه یواځې ژبه او قلم نلرم ، ما په امریکا کې لوړي زدکړي کړي ، د اروپا، امریکا او ټولې نړی سیاستونه او تګلاری مې لوستي ، لسګونه واري مې دغو هیوادونو ته سفرونو کړي په مهمو نړیوالو ناستو کې مي شرکت کړی ، کرزی او نور امثال یې زما له سیاسي او نړیوال شهرت څخه له نیږدي اګاه ده ، خو زه دا هر څه ځکه پریږدم او د طالبانو لیکو ته پناه را وړم چې دلته زما د عقیدي ، دین او ملي ارزښتونو د دفاع ناره او داعیه موجوده ده ، زه پوهیږم چې له طالبانو سره ملګرتیا ما ته د مادیات پرستو تحلیلګرانو په نظر سراسر هلاکت او تباهي ده ، همدا اوس سعودي عربستان د دعاتو په نامه چې له تیرو شلو کلونو راهیسي یې کافي معاش راکاوه او زما د کور ټول حوایج پکې رفع وو ، د امریکایانو د اشغال په خلاف د جهاد له اعلان او د طالبانو د ملاتړ له غږ سره سم یې را باندي قطع کړل ، خو زه د طالبانو ملګرتیا ​لدې امله په سر او سترګو قبلوم چې طالب د امریکا غلامی ته غاړه کینښوده ، د۴۹ اشغالګرو هیوادونو د فشار په مقابل کې یې په اسلامي او ملي ارزښتونو معامله ونکړه او کوم کار او افتخار چې هغه باید پخوانیو جهادي مشرانو تر لاسه کړی واي چې داسلامي نظام نفاذ او د فساد له منځه وړل هغه کار طالبانو وکړ .

اتل یاسر دا خبره هر وخت کوله چې زما دا شک وو چې د طالبانو مشران به د پاکستان له څارګري شبکې سره ژوري اړیکي لري او په مهمو پریکړو کې به د نوموړي هیواد له شبکو څخه تر یوې اندازي پوري سلا مشوري اخلي ، خو چې کله ماته د طالبانو د فرهنګي چارو کمیسون مسؤلیت را له غاړي شو او تر یوې مودي پوري همدغه ټکي ته سخت متوجه وم ، چې اوس به طالب مشران او یا د پاکستان شبکه له کوم لوري غږ را باندي کوي چې دغو او هاغو ټکو ته دې پام وي یعني په اصطلاح (دا سرې کرښې) دي له هغو به پښي نه اړوي او یا دغه زمونږ مصالح او منافع دي. خو باور وکړئ، چې هیڅ داسي کوم شی او حرکت ما محسوس نکړ ، په هغه سربیره دځینو پخوانیو افغاني ملګرو په واسطه ، چې د پاکستان استخباراتي ادارې سره یې دجهاد له وخته شناخت درلود څو ځله نوموړي شبکې حال راولیږه چې که ته دا کارونه کوي او زمونږ په خاوره کې د امریکایانو په خلاف تحرکات کوي ، مونږ د امریکا د فشار په وړاندې دومره د ټینګي نه یو، ارومرو به دې په خلاف اقدام کوو او ګرفتاره وو به دي.

استاد ویل د اسلامي امارت له مشرانو شهید ملا عبیدالله او ملابرادر څخه مې څو ځله پوښتنه وکړه ، چې له ګاونډیانو او په خاص ډول پاکستان سره مو روابط تر کومه حده دي ، دواړو راته په کلکو الفاظو وویل چې نه د پاکستان په مرسته او ضمانت جهاد کوو ، نه کومه روپی راکوی او نه یې کوم فرمایش منلو ته تیار یو، همدغه علت دی چې کله یې زړه وغواړي او یا له کوم لوري فشار پرې راشي نو کوم ملګري چې پاکستان کې اوسي او صرف خپله شپه سبا کوي صرفه پرې نکوي ګرفتاره وي یې تکلیفوي یې او حتی امریکایانو ته یې سپاري !!

ما ته په ابتدا کې د استاد یاسر خبري شعاري بریښیدې او فکر مي کاوه چې ممکن یو څو ورځي به له طالبانو سره تیري کړي ، کله چې سختي وویني نو په یوه او بله پلمه به دغه صف پریږدي ، که کابل ته ولاړنشي ، کوم بل هیواد ته به د ځان لپاره د پناه اخیستو یو چانس ضرور برابروي. د څه مودي له تیرید او یو څه ګډي ملګرتیا ورسته راته ثابته شوه ، چې استاد یاسر تنها د ژبې ، قلم ، سیاست او حنجرې اتل ندی ، بلکې د تورې، عمل او استقامت هغه دنګ منار او فولادي غر هم دی ، چې د امریکا ټول ځواک ، تکنالوژی ، اقتصاد او سیاسي نیرنګونه یې د سر په سترګو مشاهده کړي او په زور او زیر ترینه معلومات لري ، خو دا هر څه ورته د دو توتو هومره ارزښت هم نلري او په دې کلک باور لري چې دا هر څه د حق په مقابل کې باطل او بې ارزښته دي او دا لوی طاغوت به د ضعیفو مسلمانانو په مټو حتما ماتې او شکست خوري.

استاد ته به مونږ کله کله ویل چې ګوره ته لږ احتیاط کوه ، د ځان ساتنه هم ضرور ده ، کوم کار چې تا روان کړی او کوم خوځښت ستا د وینا وو ، مرکو ، کیسټو او نورو هڅو په زریعه روان جهاد ته وبښل شو ، که خدای مکړه ته ونیول شي ، دا ټول صدمه ویني. زمونږ د دغو خبرو په مقابل کې یوه ورځ د استاد سترګي له اوښکو ډکي شوې او په ځواب کې راته وویل : دا تاسي ولې له ما سره زیاتی کوی؟ ماته ولې د ډار او بزدلی تلقین راکوی؟ زه په کوم ضمیر او وجدان په خپل اسلامي هیواد کې د ۴۹ هیوادونو وحشي او کفري لښکري تحمل کړم؟ هغوی چې په توره شپه زمونږ په بې دفاع ولس چاپې ور وړلې، عفیفي خویندي او میندي مو بې عفته او بې عصمته کوي، د قرانکریم او دیني ارزښتونو په ښکاره ډول سپکاوی کوي او پرته له کومي ویرې زمونږ په ښارونو کې کلیساوي جوړوي او زه دې لکه سیاف ، کشاف ، مجددي ، رباني ، پیر ګیلاني او نور درباري روحانیونو په څیر خاموشه شم؟

مونږ د استاد دغه حالت او غبرګون له خپلو دغو خبرو سخت پښیمانه کړو، چې ولې مو استاد په جذبه راوست او داسې نه چې ښیرا راته وکړي. په همدې وخت کې استاد یو ناڅاپه په خندا شو، وې ویل ګورئ وروڼو تاسې بې غمه اوسئ که زه امریکایانو او یا پاکستاني استخباراتي ادارې ونیولم، تاسي نه ورښییم، هر څه په ځان منم، نه دچا نمبر ورښيم، نه یې د کور او نه یې د کار ادرس ورکوم. هماغسي وشول ، کله چې استاد په اول ځل له زندانه را خلاص شو ، نو مونږ ته یې وویل مطمئین اوسئ، یو ملګری مي هم ندی ورښودلي، د تحقیقاتو په وخت کې به چې امریکايي او پاکستاني مستنطقینو هر څومر​ه تکلیف او تعذیب راکړ چې نور څوک درسره په فرهنګي او جهادي امورو کې همکار وو، نو ما به ورته ویل چې بل هیڅوک هم نه وو راسره دا هر څه ما په یواځې ځان کول، هر څومره بوج چې اچوی په مايې واچوی.

ښاغلی استاد یاسر په ۱۳۸۳ ل کال کې طالبانو د فرهنګې او مطبوعاتي چارو د مشر په توګه وټاکه، نوموړي په داسې حال کې د دغې دندې پر مخ بیولو ته زړه ونیو چې په هیواد سیمې او نړیوال ډګر کې مطبوعات او خپرنیزې سرچینی تر ډیره حده امریکا یرغمل کړی او په دغه برخه کې هر هغه خبر ، وینا، اخبار ، تلویزیون او انټرنټ پاڼه چې د امریکا د وحشت غندنه یې کوله او یا یې لږ تر لږه واقعیتونه خپرول په یوه او بل نامه تر برید، ګواښ او سانسور لاندې نیولي وو. د همدغه بیم او وحشت له امله هیچا د دې جرائت نشو کولای چې په خپل غږ او څیره کې میدان ته را ودانګي او د امریکایانو د یرغل نا دودي او ناویلي حقایق خلکو ته بیان کړي. خو د توري او قلم اتل استاد یاسر ، له الجزیري او العربیه تلویزونو، او سیمه یزو خبري او چاپي سرچینو سره په مخامخ ویناوو او مرکو کې د امریکا له کثیفي څیرې څخه په ډیر لږ وخت کې نقابونه لیري او ټولي نړی ته یې د امریکا او غرب د انسانیت دښمنه کړنو څخه پرده پورته کړه.

د استاد هاغه یوه کیسټه چې (د ګوانتنامو زندان) په نامه یې ثبت او نشر شوه په افغانستان ، پاکستان او نورې نړۍ کې په یو کال کې لس لکه دانې نشر او تکثیر شوې، داسې څوک به نه وي پاتې شوي چې د استاد هاغه کفر لړزونکي وینا او کیسټ دې نه وي اوریدلی، چې زما په فکر که استاد بل هیڅ دیني او جهادي هڅه او خدمت نه وي کړی ، که هماغه یوه وینا یې الله تعالی د قبول مصدر ګرځولي وي، د هغه لپاره کافي او شافي ده.

اوس چې یاسر زمونږ په منځ کې نشته او د اسارت ۹ کاله یې پوره شول او د پاکستان په زندانونو کې د ژوند او شهادت د ګونګوسو تر منځ قرار لري ، ځکه کورنی یې هم تر دې دمه متیقینه نده چې استاد په کوم حالت کې ده ، شهید شوی که لا هم ژوندی دی ، زمونږ دعا ده چې یا الله ته مو تر هغو لدې دنیا مه رخصتوه تر هغومو چې بیا پر استاد سترګي نه وي لګیدلي.

بهر حال ، که استاد نن ورځ زمونږ په منځ کې نشته ، خو د هغه د جهاد غږ ، د غیرت او د استقامت درسونه او د کفر او منافقینو په وړاندې د هغه د حق انګازې د افغان مجاهد ولس په غوږونو کې برقراري او چلیږي، د استاد د فرهنګي، علمي او جهادي هڅو په نتیجه کې په لکونو ځوانان او په زرګونو سپیڅلي فدایان د اشغال پر ضد تیار او د قربانی میدان ته را ووتل ، نو هیله لرو چې د استاد کورنۍ او د هغه نیږدي مخلصین د استاد د ژوند ټول مهم اثار او تاریخي هڅې او کارنامې که هغه د روسانو په خلاف د جهاد دورې پورې تعلق لري او یا د امریکایانو پر ضد د روان جهاد په اړه هغه باید په چاپي او برښنا ډول را ټولي او د یوه مرمرین او تاریخي سند په ډول یې راتلونکي نسل ته وړاندې کړي ، چې د ۲۱ پیړی د تورې او عمل دا اتل څوک وو، چې د امریکا د پنتاګون او سپیني ماڼۍ سیاستوالو ته یې د الجزیرې تلویزون له لاري اعلان وکړ چې زه تیار یم د امریکا او غرب له ټولو سیاستوالو او پوهانو سره د افغانستان د اشغال په باب ازاده تلویزوني مناقشه او بحث وکړم ، چې په کوم دلیل مو زمونږ په خاوره یرغل راوړی، که مو پړ او بې ځوابه کړم نو زه تیار یم چې په ابدي زندان مې محکوم کړی او که مو له اشغال څخه معقوله دفاع ونشوای کړی نو بیا خو د افغانستان خاوره پریږدئ، اشغال پای ته ورسوئ او خپلې وحشي لښکري زمونږ له میړني ټاټوبی ژر تر ژره وباسئ.

د استاد علمي ، جهادي عظمت ته سلام ، د هغه کارنامي او قهرمانۍ دي د جهاد د لارې تل پاتي څلي او د نوي نسل د ویښتابه مشعلونه وګرځي، امین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x