
ضعیف: د سولې لپاره عملي ګام ته اړتيا ده / ویډیو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د سولې د هڅو په برخه کې د خبرو پر ځای عملي ګام ته اړتيا ده.
ضعیف له خورشيد تلویزون سره په خبرو کې وویل، تر څو چې عملي ګام نه وي اخیستل شوی، د دواړو لوريو واقعي باور نه شي رامنځته کېدلی.
نوموړي زیاته کړه، طالبانو په قطر کې د سیاسي دفتر پرانیستل یو عملي ګام دی، خو په مقابل کې يې د سولې شورا تر اوسه کوم عملي ګام نه دی اخیستی.
ضعیف پخپلو خبرو کې د پاکستان له لوري د سولې پر مخ وړل نا مناسب وبلل او په وينا يې طالبان هیڅ وخت د خپل سیاسي برخلیک مسئله د بل چا له ادرسه نه کوي.
هغه وویل: «د پاکستان له لوري د سولې د خبرو په مخ وړل مناسب کار نه دی، طالبان دا نه پرېږدي چې خپل سیاسي سر نوشت له بله ادرسه وکړي.»
ضعیف وړاندې پر طالبانو د هېوادونو نفوذ رد کړ او په وینا يې د دې پر ځای چې طالب چاته لاس وغځوي، د سیمې هېوادونه پخپله دوی ته لاس ور اوږدوي.
نوموړي د باور رامنځته کولو لپاره د یوه قوي ضمانت موجودیت اړین وباله او په خبره يې هر ډول چې کېږي باید د جنګ د درېدلو هڅه وشي.
ضعیف داعش د طالبانو پر وړاندې یوه ناکامه او بې پايلې پروژه وبلله او دا څرګندونې يې چې داعش به د طالبانو ځای ونیسي بې ځایه وبللې.
د هغه په خبره «طالبان ملي پشتیبانه لري او له منځه تګ يې امکان نه لري.»
دې پخواني طالب چارواکي امریکا د منطقې لپاره اندېښمنونکې ګڼلې او په وينا يې روانه جګړه یوه بشپړه تحمیلي جګړه ده.
ویډیو:
السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته مولوي عبدالسلام عابد يم نيکي هيلي اوپيرزويني مو په درناوي سره ومني موږ کله چي دقطر څخه راوګرځيدو په خورا کوشش سره مو دټولو مؤثره اشخاصو نهادونو ، سفراو، احزابو، سره مو وکتل او دستاسو هغه ابتدايي طرحي په نظرکي نيولو سره سم مو خپلي موخي ته درسيدو په تمه کار وکړه نتيجه مو داشوه چي حکومت سوله نغواړي بلکه دا لاندي اهدافو ته درسيدو په تمه دي ۱/. د طالبانو د قيادت او قوماندانو په مينځ کي دبي باوري تخم کرل. ۲/ دطالبانو تسليمي دحکمتيار صاحب په شان ) چي دا به په خپله… نور لوستل »
لطفا زما ځواب دما په خپل ايمل کي راکړي
ستاسو غوښتنه او تبصره ضعیف صاحب ته واستول سوه. مننه
عبدالسلام عابد صاحب السلام علیکم !
تاسی هماغه عبدالسلام عابد صاحب یاست چه خیرخانی مینه په لور ستاسی کور وو مونږ او مهمند صاحب له امریکا درغلی وو تاسی سره مو هغه کور یا دفتر کی ولیدل لاندی یی مسجد وو ، هغه خو زیاتی په فارسی خبری کولی او که تاسی بل سلام عابد صاحب یاست مونږ هم د روغی جوړی د پاره درغلی وو تاسی سره مو هم په اړه اړیکی ونیولی ، که بل څوک یاست ؟