موږ ولي داسي نه کوو؟

مولوي نور احمد نور

د چار ماهي امتحان رخصتي وه ، زه له خپل ملګري مولوی عبدالله صاحب سره کراچۍ ته په سفر لاړم. مقصد موپه کراچۍ کې د مدارسو کتل او د مدارسو له شیوخو او استادانو سره ملاقات کول وو. نو په همدې لړۍ کې يوه ورځ جامعه خلفاء راشدين  ته چې په ماړي پور کې واقع ده ورغلو. د مدرسې له يوه استاد مجاهد صاحب سره مو ملاقات وشو او بيا موترې دمشر مفتی صاحب يعنی مفتی احمد ممتاز  صاحب پوښتنه وکړه چې چيرته ده هغه راته وويل چې په خپل مسجد کې دی. دماخوستن لمانځه ته به دورې ورشئ او  ورسره وبه وينئ . بس همدا وه چې موږ ور  روان شوو جماعت مو له مفتی صاحب سره وکړ له جماعت وروسته مفتی صاحب دتعليم بالغان په نامه دسبقانو سلسله پيل کړې وه .کله چې موږ خبر شوو نو دا موغنيمت وګڼله چې دمفتی صاحب په درس کې کښينو او دانوې طريقه هم زده کړو .

تعليم څه په دې ډول پيل شو چې مفتی صاحب لومړی يومختصر حديث ولوست چې لفظ لفظ شاګردانو هم ورسره وايه،  بيايې دحديث ترجمه وکړه او ورپسي تشريح ، دا ټول مفتی صاحب له کتابه لوستل اوله شاګردانو سره هم دڅلورو پنځو په سر يو يو کتاب و. بيا يې بل کتاب راواخيست په همدې ترتيب يې له هغه څخه دطاعت او عبادت يوڅو فايدې چې څه يې په مخکينيو درسونو کې لوستي وي بيان کړي او ورپسي يې دګناه څو تاوانونه بيان کړل . بس همدا درس و.

په شاګردانو کې څوک دپاخه عمر ،څوک بياډير واړه او ځيني بيا ځوانان وو. رنګا رنګ شاګردان ناست وو څوک کالجيان اوڅوک بيا عامه خلګ وو. مفتی صاحب ددرس په دوران کې ډير مشکل الفاظ نه تشريح کول زما په ګمان ځکه چې بيا به اصل مقصود له شاګردانو څخه فوت شي . ډير جالب انداز  و اوشاګردانوډير په مينه درس لوست .

د دې صحنې په لیدو ماله ځان سره وويل چې که دالړۍ عامه شي نو زموږ عام خلګ به هم له ديني زدکړو څخه بې برخې نه پاتي کيږي اوهمدارنګ دعلماوو اوعوامو ترمنځ به ليري والی ختم شي . زموږ په ټولنه کې يوه کمزوري همداده چې عوام او علماء صرف دجماعت تر لمانځه سره تړلي دي نور نو دعلماوو او عوامو په منځ کې هيڅ ګډون نشته نتيجه يې داشوه چې عوام له ديني زدکړو محروم پاتي شول او په مختلفو ډولونو مختلفو ډلو دعوامو په ذهنونو کار وکړ اوله دينه يې انحراف ته مايل کړل . راځئ سر له ننه همدا لړۍ پيل کړو په مسجدونو کې په کورنو کې اوهر هغه ځای کې چې زموږ لاس رسی ورته کيږي خپلو امیانو وروڼو ته د دیني علم د رڼا رسولو کوښښ وکړو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

ډېر شه وړاندیز دی

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

که زمونږ مولوي صاحبان داسې ونکړي، نو ټول خلک او په ځانګړي توګه زمونږ ځوانان به را نه بې لاري شي.