نظــر

د نوي عيسوي کال مبارکي

ليکوال: قاري ارشاد الله عقابي

اِنَّ الْحَمْدَ لِلّٰه والصَّلٰوة والسَّلام علٰی رسولِ الله اما بعد!

محترمو مسلمانانو وروڼو لکه څنګه چې زمونږ خوږ پېغمبر او ستر لارښود سيدنا محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم له لارښونو جوته دۀ چې د يهودانو او عيسايانو مخالفت پکار دی. هغه صلي الله عليه السلام فرمائلي دي« مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهم‏ » ﺭﻭﺍﻩ ﺃﺑﻮ ﺩﺍﻭﺩ ‏( ﺍﻟﻠﺒﺎﺱ / 3512 ‏)

هر چا چې د کوم قوم سره مشابهت وکړ قيامت په ورځ به د هغوي سره وي . مشابهت که په لباس کې وي او که رسم و رواج کې بايد د اهل کتابو مخالفت وشي

قدرمنو وروڼو د مسلمانانو د اسلامي او هجري کال پېل د محرم الحرم له مبارکې مياشتې کيږي او د ذوالحجة په مياشتې پای ته رسي او همداسې د اسلام هغۀ فرائض او عملونه چې د ورځو او مياشتو سره تړون لري لکه فرض روژه د رمضان المبارک مياشتې سره تړون لري او حج د ذي الحجې مياشتې سره تړلی دی. وغیره
اوس که هرڅوک دغه فرض اعمال په ټاکل شويو ورځو اومياشتو ادا نکړي نو هيڅ کله هم نه صحي کيږي لنډه داچې زمونږ شريعت، اسلام او اعمال وغیره ټول د هجري کال سره تړون او مناسبت لري.

عيسوي کال په اسلام کې هيڅ حيثیت نشته او د دې کال لمانځل او مبارکي ورکول فقط د عيسايانو رسم او هغوي سره ښکاره مشابهت دی چې په اسلام کې ناروا دی لکه څنګه چې زمونږ د مذهب اکابرو او جیدو علماء کرامو په خپلو فتاواو کې فرمايلي دي

“مسلمان دپاره هجري کال ټاکل شوی دی او همدې نه زمونږ د اسلامي تشخص اظهار کيږي عيسوي کال د عيسايانو دی او هغوي د دې په راتږ خوشحالي کوي بعضې ناپوهه مسلمانان د ناپوهۍ او جهالت له وجه خوشحالي کوي فلهٰذا مسلمانو ته پکار ده چې خپل اسلامي تشخص پرځای کولو لپاره هجري کال خپل کړي

(فتاوي حقانيه ج ۲ صفحه ۷۵)

همداسې فتاوي محموديه کتلی شئ هغه ليکلي دي

سوال:د کافر په مذهبي رسم و رواجونو کې شرکت او مبارکي ورکول څنګه دي؟

ځواب: نا روا دي(فتاوي محموديه ج ۲۴ صفحه۴۲۴)

د مولانا محمد يوسف لدهیانوي فتاوی هم کتلی شئ

سوال: د نوي عيسوي کال مبارکي څنګه ده؟

ځواب: د عيسايانو رسم دی او مسلمانان یې له جهالت کوي

(آپ کے مسائل اور انکا حل ج۲ صفحه ۵۱۹)

نورو هم ګڼو کتابونو کې د نوي عيسوي کال د لمانځلو نفي شوي.

محترمو مسلمانانو مونږ باید په دغه ګناه کې ځان شريک نکړو او نور ناپوهه وروڼه هم خبر کړو چې يو بل ته د happy new year او همداسې نورو بېغامونو لېږلو ډډۀ وکړو.

و من الله توفيق.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلام علیکم. خدای شاهد نیسم چه زه د ښاغلی ارشاداللّه عقابی ورور د فرمائشاتو په وړاندی د اختلاف او ردولو نیت نلرم او فقط غواړم په پراخه انسانی- دینی فضا کی خپل نظر وړاندی کړم چه انشأللّه کومه موأخذه به راته متوجه نه وی. موږ ته د اللّه پاک د ذاتی او افعالی صفاتو په هکله ویل شویدی چه : ” رب العلمین”. موږ ته د سیدنا نبی علیه السلام د عالی صفاتو په هکله ویل شویدی چه: ” رحمت اللعلمین”. ددې پورته دوو نصوصی ارشاداتو، تفسیر او تعبیر زما کار ندی، ګران لوستونکی خپله کولای شی هغه درک کاندی.… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x