دیني، سیرت او تاریخ

ولې په اسلام کې یو نارینه ته ډېرې (څلور) ښځې روا شوې؟‎

ليکوال او څېړونکی: مفتي نقيب احمد

اسلام حق او سپېڅلی دین دی. د انسانانو پوره حقوق او د ټولنيز ژوند د جوړولو لپاره سپېڅلې مادې او حکمونه لري.
د هر حکم یې جوت او ښکاره عقلي حکمتونه شته.

ولې یوو نارینه ته ډېرې (څلور) ښځې روا شوې؟

۱- د نارینه په بدن کې تر اتیا شاوخوا کلونو پورې د نسل وړتیا وې.
او د ښځې په بدن کې تر پنځوسو، پنځه پنځوس شاوخوا کلونو د نسل وړتيا وې. نو د نسل ډېرولو لپاره دې ته اړتیا لیدل کېږي، چې نارینه نورو ښځو سره هم نکاح وکړي، ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر سره سم اولادونه ډېر کړي.

۲ – د هر انسان مرستيال ته اړتیا وې، ځکه انسان یو کمزوری بنده دی. نو ښه مرستيالان یې اولادونه دي.
نو غواړي ډېر اولادونه ولري، ترڅو په ټولنيز ژوند کې ورسره مرسته وکړي، نو که له دې سره سره یوه ښځه ولري، نو د هغې له نورو ډېرو ستونزو سره سره به یې مېړه ډېر اولاد راوړلو ته اړوي، نو که بله ښځه روا نشې ښځه به له ستم سره مخ شې.

۳ – د انسان نفس د کوروالي غوښتنه کوې، نو که بلې ښځې سره نکاح روا نشې، کېدی شې په داسې وخت کې له خپلې ښځې سره په کوروالي اخته شي، چې الله ج په هغه وخت کې ورڅخه منعه کړي، لکه د میاشتنۍ ښځينه ناروغي (حیض) یا نفاس په وخت کې.

۴ – که بله ښځه روا نشې کېدی شې ډېر شهوته نارینه د یوې ښځې د حيض یا نفاس پرمهال يا له دې نه غیر په عامو وختونو کې په ستره ګنا او د دوزخ په ستر لامل (زنا) اخته شي.
دا د ډېرو ښځو د نکاح روا والی د زنا د کمښت ستر لامل دی.

د نړیوالې نفوس شميرنې ادارې دا جوته کړې، چې په هغو ملتونو او تګلارو کې، چې یوازې یوه ښځه نارینه ته روا بولي د بې پلاره اولادونو سلنه ډېره لوړه ده:
فرنسا: 30 سلنه
میونخ:40 سلنه
نمسا: 50 سلنه
بروکسل: 60 سلنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Many Muslims do not give Zakat and Ushar which are Faraz but would like to have more than one wife. If a man has children from his first wife and his wife is healthy and decide to have second wife this is based on sexual desire and only man has the choice to have second wife younger than his first wife. His wife has the same desire to have younger husband but not allowed to happen. this is one reason the muslim women are oppressed. And also some older men in their sixties have the desire to marry young women… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

دا چه زمونږ مخاطب افغانان دی پورتنی تبصری به په پښتو وژاړم او په اړه به یی څه هم ولیکم : ژباړه : ډیر مسلمانان فرض ذکات نه ورکوی مګر له یوی زیاتو ښځو سره واده کوی، که له لمړی میرمن بچیان هم لری او میرمن یی روغه هم وی بیاهم دغه کس بله ښځه ودوی دا کار د مجبوریت نه د شهوترانیو د پاره کوی یعنی دوهمه میرمن یی تر هغه بلی خوانه وی دا مینه خو د ښځی سره هم وی چه بل ځوان میړه وکړی مګر اجازه ورته نشته، د میرمنو په اړه بی انصافی یا زیاتی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x