نظــر

حکمتیار د طالبانو غیر موکول مدافع

شاهد (غزنیوال)

له کله چې ښاغلی حکمتیار د روغې جوړې په پروسې کې له حکومت سره یوځای شوی دی نوموړي په هره غونډه او مناسبت کې د ګډ حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې ذمه داري اخیستي.

تیره ورځ یې د متحده عرب امارات په دوبۍ ښار کې هم د خپلو مکررو غوښتنو په لړ کې یوځل بیا وویل: ((طالبانو ته وايو چي دسولي لاره ونيسي مونږ د هغوی د ټولو مشروعو غوښتنو ملاتړ کوو او وعده ورکوو چي مشترکات به مو په ګډه پر مخ بيایو.))

حکمتیار صیب د افغانستان د سیاست د یوه ماجراجو عنصر په توګه چې کله خپلې خبرې ته سرټمبه کړي بیا یې څوک هم نشي تري اړولای.

دم ګړۍ یې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبره تر سرنیولې چې په افغانستان کې یې د خپل ظهور له لومړۍ ورځې راهیسي تر نن پوري په هرځای او جلسه کې تکراروي.

نوموړی وايي چې اوس مهال د امریکایانو خلاف د ده په اصطلاح (جَګَړَه) شرعي توجیه نه لري طالبان هم باید د ده لاره خپله او امریکایانو ته وسلې په ځمکه کیږدي.

د حکمتیار لویه ستونزه او حماقت دادی چې شرعي احکامو ته هم د خپلو متحولو سیاسي افکارو په سترګه ګوري او له ځانه ورکې توجیهات جوړوي.

نوموړي تر اوسه دا اصل نه دی درک کړی چې د شرعي امورو توجیه د هغوفقهاوو او علماوو مسؤلیت دی چې په شرعي علومو فقه، اصول الفقه ، حدیث ، اصول الحدیث تفاسیر او … کې تخصص لري.

که نوموړي ته وویل شي چې ستاعلمي تخصص په علمي لحاظ د دې اجازه نه درکوي چې ته په شرعي امورو په تیره داسي اهمو مسائلوکې خبرې وکړه چې په هغه کې د امت علماء اجماع لري او فرضیت یې د ادله اربعه په ښکاره نصوصوثابت دی ، نوموړی قطعا په دې خبره قناعت نه لري ؛ ځکه دی په علمي لحاظ خپل ځان په هغه مقام کې حسابوي چې آن پر حضرت امام بخاري رحمة الله علیه باندې هم انتقاد کوي.

نو یو څوک چې د اسلامي امت په داسې امام چې د هغه الجامع الصحیح (بخاري کتاب) په اتفاق د امت تر قرآن کریم وروسته اصح ترین د کتابونو دی ځانته د انتقاد حق ورکوي د هغه عقلي او منطقي استدلال به څومره موجه وي؟

په هرحال زمونږ خبره اصلا د حکمتیار په غیرموکول مدافع توب باندې وه .

حکمتیارصیب له طالبانو سره د سیاسي او پوځي مقابلې ۲۴ کلنه سابقه لري ، په دې مقابله کې یې لومړی طلبان د انګلیس په لاس جوړکړل شوي کسان بللې، او بیایې په سپینه شګه کې د طالبانو له یوه مهم چارواکي شهید مولوي احسان الله احسان سره په خصوصي ناسته کې طالبان خپل وروڼه بللې ، پر افغانستان د امریکايي یرغل په مهال یې اعلان کړی چې دی به له طالبانو سره یوځای د امریکایانو مقابله کوي ، د داعش د ظهور په مهال یې بیا له خپلو پلویانو غوښتي چې د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړې په مهال د طالبانو په ضد د داعش ترڅګ ودریږي اوس مهال بیا وايي چې تیار دی د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په مذاکراتو کې د طالبانو د معقولو غوښتنو ملاتړ وکړي…

له طالبانو سره د حکمتیار د دغې متذبذبې مقابلې او د هغوي په اړه د نوموړي د ضد او نقیض څرګندونو صوتي کلیپونه اوس هم د محلي رسنیو په ارشیفونو کې خوندي دي .

همدا لامل دی چې طالبان اوس د ښاغلي حکمتیار په عقلي توازن باندې بي باوره او د نوموړي کړنو او څرګندونو ته د یوه مرفوع القلمه شخص په سترګه ګوري ځکه یې نه پرمثبتو او نه هم پرمنفي څرګندونو غبرګون ښيي.

خو امریکایان چې د طالبانو له لاسه یې په افغانستان کې ډیرې ستونزې لیدلې اوس دومره اړ دي چې د حکمتیار غوندي هر حاله شخص ته یې هم امید دی چې ښايي د طالبانو په مقابل کې یې په درد وخوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عابد

ریښتیا هم مرفوع القلم ده.
او ملاتړي یې تر ده هم سرټمبه او بې منطقه….

محمد حذيفه

محترم ليكوال صاحب سلامونه دا د تخصص خبره د هم اشتباه ده. په اسلام کښې د تخصص خبره اسلامی علماو د پیغمبر (ص) له وفات نه وروسته ددې لپاره ایجاد کړه چی اسلام پخپل اصلی شکل محفوظ پاتی شی او هر ټیپر، لوده او بی عقل ته ددې اجازه نه وی چی د خپل د هوا او هوس او شیطانی اغراضو لپاره په کښي تاویلات وکړی. که تخصص مطرح وایې نو نن سبا د اسلامی علومو لوی لوی متخصصین له کفارو او د هغوی له غرب زده ګوډاګیانو سره ولاړ دی او د واقعی اسلام او مسلمانانو په ضد د… نور لوستل »

نورالدين

وتلك الايام نداولها بين الناس وليعلم الله الذين آمنوا(القرآن)صدق الله العظيم وصدق رسوله

نا پيژاند

الله دی رحم وکی

sadeq

د طالبانو په پوستكي كي ايراني جاسوسان م سليم يوه گله سپېره ليكوال چي د ايران ذليل مزدوران دي او دنده ئې د طالبانو له آدرس د حزب اسلامي په ضد دروغجن، كچه او گنده تبليغات دي، د نن ټكي ايسيا، ژمن او نورو تر نامه لاندي راغونډ شوي، د ايران سفارت معاش وركوي، كله چي له كوم آدرس د ايران د شرارتونو او اسلام ضد هڅو او مواقفو په اړه څه وويل شي نو دوى مټي رابروهي او پيڅې پورته كړي، حتى پرتوگ پر اوږه واچوي؛ په تورونو او درواغو كي تر شيعه هم څو فرسخه مخكي ولاړ شي،… نور لوستل »

محمد

د حکومتیار خبره به هلته د منلو وړ وای چې ده د نبی (صلی الله تعالی علیه وآله واصحابه وسلم ) د امته ځان په خپله نه وای ایستلای — لکه څرنګه چي په یو ویډیو کې وایی که یو اشغالګر هم پاته وی او ده (ګل بیدین ) اسلحه پر مځکه کښیښوله دی به د نبی (صلی الله تعالی علیه وآله واصحابه وسلم ) امتی نه وی – وګوری چې اشغالګر اوس سته او که نه ؟ – دده یو څو غولوونکې بیتونه : ټوپك پرېږده، رباب واخله، نڅا پيل كړه ستا مسلك كي تر دې غوره هنر نسته… نور لوستل »

عتیق الله ستایلی

سړي عقلي توازن بایللی. د حکمتیار صاحب کړنو ته په کتو سره ریښتیا هم داسي ښکاري چې سړي عقلي توازن بایللی. ځکه نوموړی په ټول عمر کې داسې موقف غوره کړی چې نن یې د پرون نقیض وي. مثلا کابل یې په دې خاطر کنډواله کړ چې په هغه کې د جبل السراج ایتلافیان ( مسعود ، دوستم او نور پرچمیان) حاکم دي ، خو وروسته یې خپله له دوستم سره هماهنګي اعلان کړه. څلور کاله یې له مسعود سره په دې خاطر کابل په کنډواله بدل کړ چې په زور یې ارګ قبضه کړی، خو په پنځم کال یې… نور لوستل »

غ.حضرت

سلامونه. دې مسئلې ته له یوې بلی زاوئې څخه لیدنه: دا خپله یوه پراخه پوښتنه ده چه سلیم خان وائئ چه ( ایرانی جاسوسان…..). ددې خبری معنی به داوی چه د نورو قدرتونو او هیوادونو جاسوسان د حکمتیار په کړنو ویاړی. حکمتیار ادعا درلوده یا ادعا لری چه هغه یو عیار اخوانی دی، که دا ادعا سمه وی نو: دده احساس د یو اخوانی په توګه څه ؤ کله چه دئ د ډوبۍ په خاوره کی د اخوانیانو او قطریانو د سترو دښمنانو سره مخامخ شو؟ کاشکی حکمتیار وکولای شی په ډوبۍ ( د ماسونری په منطقه ای مرکز کی)… نور لوستل »

محمد عابد

داسې ښکاري څې حکمتیار صاحب بیا بیکاره سوي. او له خپله ځانه او کړنو په خپل قلم اما متأسفانه په مستعار نامه دفاع کوی.
زبه لنده ده دروغځن یې په اسانۍ هرې خوا ته اړولي سي. ولس دروغځن آن د پاټک، شر او فساد وخت کې پیزندلي ول.

ځوانمرد قصاب

زه په هڅ عنوان نه غواړم چې د حکمت یار صیب پلوي وکړم، دومره ضرر چې د حکمتیار لخوا ما ته او زما کورنۍ ته رسیدلی دی، نه به ددغه مطلب لیکونکي ته رسیدلی وي او نه هم ددغه مطلب مبصرینو ته. اما یوه خبره چې ما ته ډیره مهمه بریښي هغه د قلم او کلام عفت ساتل دي چې نه د لیکونکي لخوا ورته پام شوی دی او نه هم د مبصرینو لخوا. د (حماقت، بی منطقه، سرټمبه، حکومت یار، . . .. ) کلمې استعمالول په علمي ډګر کې د هر چا لخوا هر چا ته مناسب کار… نور لوستل »

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x