شعـــــرونه

د بدخشان شهيدانو ته

 

له ستړي ستړي ماتي ساه سره راغلې يمه
زه چي را تلم ستا له ژړا سره راغلې يمه

ستړې ډالۍ مي د مړو اوښکو او سلګو راوړي
ستاسو مزار ته له دعا سره راغلې يمه

خپل غم مي هېر سو له هغه سره عادته يمه
ستاسو په غم له مسيحا سره راغلې يمه

ما ته وحشي ځناور، تاسو ته اسمان په قهر
دا زه اوس چيري او له چا سره راغلې يمه

لا مي هغه شهيدي سترګي هيري سوي نه دي
اوس جنازې دي اوس له ورا سره راغلې يمه

دا زه د چا له غمه چا ته پلو ګرځومه؟
چي «مينه» وژني هغه چا سره راغلې يمه

شاعره : مینه انتظار

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x