
پاکستان: د راتلونکي کال تر پايه به پر پوله د اغزن سيم تېرول نوي سلنه بشپړ شي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډه ډيورنډ پوله د پاکستاني پوځ له لوري د اغزن سيم لګولو چارې لا هم دوام لري.
د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور وايي، په ډيورنډ کرښه د سيم تېرولو کار به د راتلونکي ۲۰۱۸ميلادي کال تر پايه پورې نږدې نوي سلنه بشپړې شي.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه يې په ۱۵۰ کيلو متره پوله باندې اغزن سيم تير کړی، چې په وينا يې په ټوله پوله د اغزن سيم پر لګولو ټولټال ۵۵۰ ميليونه ډالره لګښت راځي او چارې به يې د راتلونکي کال تر پايه بشپړې شي.
جنرال اصف غفور ويلي، له دې کار څخه يې موخه يواځې د خپل هېواد د امنيت خوندي کول دي، زياتوي چې پر پوله د اغزن سيم پر لګولو يې د بهرنيو چارو وزارت له لوري له افغان چارواکو سره خبرې کړي دي.
تر دې مخکې د افغان دولت ځينو چارواکو پر ډيورنډ کرښه د پاکستان له لوري د اغزن سيم لګولو سره مخالفت څرګند کړی، خو د ملي یووالي حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
څه موده مخکې د کابل چاپ يو شمېر ورځپاڼو ليکلي و، چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيکو سلاکار تر منځ د لندن په يوې غونډه کې د ډيورنډ کرښې پر سر پټه معامله شوې ده.
د يادونې ده، پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم لګولو د افتتاح پر مهال د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه ويلي و چې د افغانستان حکومت سره په دې اړه سلا شوې او د هغوی په خوښه دغه چاره ترسره کېږي.
د اغزن سيم تيرولو سربيره د پاکستان پوځ پر ډيورنډ کرښه په بېلابېلو سيمو کې د نويو پوستو او تاسيساتو چارې هم پرمخ روانې کړي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړو په وار وار د ملي يووالي حکومت تورن کړی وايي چې د ډيورنډ کرښې پر سر يې له پاکستان سره پټه معامله کړې، ځکه د کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځولو او موانعو لګولو په اړه افغان حکومت چوپه خوله دی، دوی وايي که په دې اړه کومه پټه معامله شوې وي باید خلکو ته وضاحت ورکړل شي.