ښاغلی عطاء په داسې حال کې پرخپلې حکومتي دندې د پاتې کیدو اصرار کوي چې خپل ځان د ګډ حکومت یو طرف بولي چې باید په هره کړنه او پرېکړه کې یې نظر واخیستل شي.

استاد عطاء د مقاومت وروستی سنګر!

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : استاد عطاء په شمال کې د شمالي ټلوالي مقتدر چارواکی او د بلخ ولایت متنازع والي دی.

نوموړی تیره ورځ د بلخ ولایت مقام ته ولاړی او هلته یې یوځل بیا ګډ حکومت وګواښه چې د بلخ له ولایت نه د ده د ګوښه کولو صلاحیت نه لري.

ښاغلی عطاء د بلخ ولایت په مقر کې خپلو را غونډ کړیو پلویانو ته وویل:

((له حکومت سره یې د تېر کال په مذاکراتو کې د ولایتي دندې د پریښودلو په مقابل کې د څو وزارتونو او څو سفارتونو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه چې لا نه ده منل شوې، بناء په اړه یې د اشرف غني پریکړه غیرقانوني او غیر علمي ده او دی اوس هم د بلخ فعال والي دی او تر دې وروسته به هم وي.))

ښاغلی عطاء په داسې حال کې پرخپلې حکومتي دندې د پاتې کیدو اصرار کوي چې خپل ځان د ګډ حکومت یو طرف بولي چې باید په هره کړنه او پرېکړه کې یې نظر واخیستل شي.

خو د ګډ حکومت استدلال دای چې له هغوی سره د واک اصلی سهیم ډاکټر عبدالله دی او دا کار د هغه په توافق تر سره شوی.

د بلخ ولایت په دولتي چوکۍ د ښاغلی عطاء د ابقاء او اصرار لامل ښايي د عطاء ترڅنګ د شمالي ټلوالې د هغو غړیو لمسون هم دخیل وي چې لاهم پر دولتي مناصبو کې شتون لري.

ځکه هغوی پوهیږي چې ښاغلی عطاء د شمالي ټلوالی وروستی شخص دی چې له پوځي، سیاسي او تنظیمي ځواک څخه برخمن دی ، که اشرف غني وتوانیږي هغه هم له مخه لیري کړي نوربه د ګډ حکومت ټولواک دی وی او هرڅه به یواځې د خپلې خوښې مطابق تر سره کوي.

له احمد ضیاء مسعوده نیولې تر اسماعیل خان، صلاح الدین رباني، دوستم او محقق پوري ټول هغه ځواکمن سیالان وو چې اشرف غني وکړای شول یو په بل پسي یې له مخه لیري او حکومتي ساحه تري د خپل ځان په ګټه تصفیه کړي.

استاد عطاء د هغوی یواځینی پاتي شونی دی چې لا هم د اشرف غني د کړنو په مقابل کې مقاومت کوي خو ښايي اشرف غني د امریکایانو په زور د دغه وروستي سنګر په فتح کولو هم لاس بری او د هیواد د واک ساحه په یومخیز ډول د اشرف غني او د هغه نویو ایتلافیانو (حکمتیار او د حزب نورو منشعبو ډلو) ته وسپارل شي.

چې په دې سره به خامخا عطاء او دهغه ټل واله د دوستم او محقق په ملتیا په داخلي ګډوډیو او شخړو لاس پوري کوي او دا هغه څه دي چې امریکایانو د ګډ حکومت له جوړولو سره سم پلان کړي وو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

The last phase of Jihad is against the Warlords.

نورالدين
میلمه
نورالدين

بخمل یی بوری بولہ