fbpx

«امریکايي چورلکې په سوريې کې د داعش جنګيالي نامعلوم ځای ته لېږدوي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): امریکايي چورلکو تېره ورځ په سوريې کې د داعش ډلې يو شمېر جنګيالي نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.

د سوريې «سانا» خبري اژانس په خپل تازه راپور کې د سوريې جنوب کې د حسکه سيمې د اوسېدونکو له خولې ويلي، چې د امريکایي ائتلاف له مخيم السد سيمې څخه د داعش جنګيالي په چورلکو کې نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.

د حسکه سيمې د اوسېدونکو په وينا دا هماغه داعش جنګيالي دي، چې څو ورځې وړاندې امریکايي چورلکو د دير الزور سيمې له الشعیطات کلي مخيم السد سيمې ته راوړي وو.

سانا خبري اژانس ویلي، چې تر دې څو ورځې وړاندې هم امریکايي پوځيانو له حسکه سيمې څخه په چورلکو کې ۴۷ داعش جګړه ماران نامعلوم ځای ته لېږدولي وو.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې روسي چارواکي تور پورې کوي، چې امریکايي پوځيان په سوريې کې له داعش ډلې سره مرستې کوي.

د سوريې په حميميم هوايي ډګر کې د روسيې استخباراتي چارواکي وايي، چې د امریکايي پوځيانو د اډې څنګ ته د داعش ډلې اوږد کتار تېر  شوی او امریکي عسکرو پرې سترګې پټې کړي دي.

«سانا» دا هم ويلي، چې امریکايي پوځيان په حسکه سيمه کې د سوريايي کډوالو پنډغالي ته څېرمه د سوريې د نوي پوځ لپاره د روزنې مرکز جوړ کړی او په وينا يې امریکايي پوځيان په دغه مرکز کې د داعش جنګياليو د روزنې چارې پر مخ بيايي.

روسي چارواکي تور پورې کوي، چې د سوريې سربېره په افغانستان کې هم امریکايي چورلکې د داعش جنګيالي له يوه ځایه بل ځای ته لېږدوي.

افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ویلاديمير پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف تېره اونۍ هم رسنيو ته ويلي و، چې دوی په افغانستان کې د نا معلومو چورلکود پروازونو په اړه له امريکايي چارواکو پوښتنې کړي، خو هغوی يې له ځواب ویلو ډډه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د