شعـــــرونه

ښكلى اېسې – الهام

يو زه نه  يمه  هرچاته ښكلى اېسې
جبرائيل غوندي ښكلا ته ښكلى ايسي

زما خداى دي بر تري ده بيان كړې
ځكه وايمه  چي ماته ښكلى اېسې

پرتله دي له سپوږميه سره سوې
دا سي نه دى چي رڼا ته ښكلى اېسې

څوك به څله ستادحسن تعريف نكړي
ته آدم او ته حوا ته ښكلى اېسې

انسانان كه پېريانان كه حشرات دي
وايې لمر او هم برېښنا ته ښكلى اېسې

سلسله دحُسن  ختمه پر تا بولم
چي يوسف او زليخا ته ښكلى اېسې

دا مي  سود ګڼم  چي  تل دي درته وايم
محمد!  ته  الله   ته ښكلى اېسې

كوښښ وكوه الهامه!  اخلاق  ښه كړه
چي ته هم درستې دنيا ته ښكلى اېسې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x