کرېکټ: د ۲۰۱۷ کال پنځه غوره آل راونډران

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د یاهو کرېکټ ویبياڼې لخوا په خپاره شوي راپور کې د ۲۰۱۷ کال ۵ غوره آل رانډران ښودل شوي چې یو یې د افغانستان محمد نبي هم دی.

آل راونډر هغه لوبغاړي ته ویل کیږي چې د توپ وهنې او توپ اچونې دواړو وړتیا لري.

په یو ورځنیو لوبو کې هره لوبډله غواړي له ځانه سره لږ تر لږه یو آل راونډر لوبغاړی ولري، چې ددوی لپاره وکولای شي په توپ وهنه یا هم اچونه کې وځلیږي، خو د شل اوریزو لوبو په راتلو سره ددوی غوښتنه نوره هم زیاته شوه، اوس په شل اوریزو لوبډلو کې لږ تر لږه دوه یا درې آل راونډر لوبغاړي موندل کیږي.

۲۰۱۷ کال ته په کتلو سره هغه غوره ۵ ال راونډران ذکر شوي چې پخپل بیټ او توپ دواړو سره یې د مینوالو زړونه ګټلي او لوبډلو ته یې بریاوې وربخښلي:

1. هارډیک پانډیا «Hardik Pandya»

د تېرو دوو کلونو راهیسې د هند لوبډلې مینوالو هغه غوښتنه او تقاضا چې دوی د ډیرو کالونو راهیسې د خپلې لوبډلې لپاره کوله پوره شوه، هند لوبډلې ته هغه آل راونډر چې په بیټ او توپ دواړو سره د سیالۍ کټلو وړتیا ولري ترلاسه کړ، هارډیک پانډیا له پېله تر دې مهاله د هند لوبډلې لپاره یو ښه آل راونډر ثابت شوی.

پانډیا ۲۰۱۷ کال په ۱۹ لوبو سره پای ته ورساوه، چې په کې یې ۵۵۷ منډې د ۳۵ اوسط سره ترسره کړې، نوموړي د پاکستان په وړاندې داسې وخت کې ۷۶ مهمې منډې جوړې کړې چې شونې وه د هند ټوله لوبډله د ۳۳۸ منډو په مقابل کې له ۱۰۰ نه په ښکته منډو سوځیدلې وه، همدا ډول د پانډیا یو له غورو لوبو څخه د استرالیا په وړاندې په چنایي لوبغالي کې ۸۳ منډې جوړول وو.

پانډیا په توپ اچونه کې هم ښه وځلیده، نوموړی د ۲۰۱۷ کال پنځم زیات ویکټ اخیستونکی لوبغاړی ونومول شو، نوموړي د ۳۵.۵۱ اوسط او ۵.۵۱ اکانومي ریټ سره ۳۱ ویکټې ترلاسه کړې.

2. بین سټوکس «Ben Stokes»

د انګلستان لوبډلې غوره آل راونډر تېر کال د آی پي ایل په بولۍ کې تر ټولو قیمته لوبغاړی خرڅ شو، نوموړي د خپل بیټ او توپ سره په ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزو لوبو کې لوبډلې ته په ۲۰۱۷ کال کې یو نوی روح ورکړ، خو د استرالیا په وړاندې په (د اشیز) سیالۍ کې له لوبې بهر و، او دده کمی یې لوبډله کې شدید محسوس شو، چې لوبډلې یې د استرالیا په وړاندې په ۴ لوبو کې یوه لوبه هم ونه ګټله.

نوموړي د ۲۰۱۷ کال په ۱۳ لوبو کې په ۶۱.۶۰ اوسط او ۱۰۷ سټرایک ریټ سره ۶۱۶ منډې جوړې کړې، همدارنګه بین سټوکس په همدومره لوبو کې په ۶.۴۸ اکانومي ریټ سره ۱۴ ویکټې ترلاسه کړې، نوموړی د اوچت سټرایک ریټ له کبله له لومړي څخه دوهم نمبر ته ښکته شو.

3. جیسن هولډر «Jason Holder»

هولډر د ویسټ انډیز لوبډلمشر او تېز توپ اچوونکی دی، نوموړي د خپلې لوبډلې لپاره په ټيسټ او یو ورځنیو لوبو کې غوره توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ۲۰ لوبو کې د ۳۸.۷۳ اوسط او ۵.۳ اکانومي ریټ سره ۲۳ ویکټې ترلاسه کړې، دده غوره لوبه د هند په وړاندې وه چې د ۲۷ منډو په بدل کې یې ۵ لوبغاړي وسوځول او خپلې لوبډلې ته یې تاریخي بریا وروبخښله.

همدارنګه هولډر په ۱۸ لوبو کې له ۲۶ اوسط او ۱۰۰ شاوخوا اکانومي ریټ سره د ۲ پنځوسیزو په مرسته ۴۱۰ منډې جوړې کړې. دده له غوره لوبې سره بیا هم ویسټ انډیز په تېرو ۲۱ سیالیو کې ۱۹ ماتې وخوړې.

4. محمد نبي «Mohammad Nabi»

د افغانستان کرېکټ لوبډلې په یو سخت او ستونزمن وخت کې په کرېکټ کې ځای وموند او وځلیده، په ځانګړي ډول په تېرو دوو کلونو کې، چې ددې یو ستر لامل د محمد نبي لوبه او د نړۍ په بیلا بېلو تجارتي سیالیو کې دده شاملیدل او ښه ځلیدل یو روڼ ثبوت دی.

محمد نبي د افغانستان یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د کرېکټ په هر فارمیټ کې یې لوبډله د پرمختیا خوا ته بوتللې، په ځانګړي ډول دده په بهرني تجارتي لیګونو کې ځلیدنه، چې پخپل مهارت یې په کې ځانته ځای پیدا کړی.

نوموړي په ۱۵ نړیوالو لوبو کې د ۲۵.۳۳ اوسط او ۴.۳۵ اکانومي ریټ سره ۲۱ ویکټې ترلاسه کړي، چې غوره لوبه یې د ۳۵ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي سوځول وو.

همدارنګه نبي که څه هم په توپ وهنه کې ډیر نه دی ځلیدلی خو په ۱۴ پاڼیو کې په ۲۴ اسط او ۸۳.۱۳ اکانومي ریټ سره ۲۸۷ منډې جوړې کړي، دده د کمو منډو جوړولو لامل دادی چې نبي په لوبډله کې په شبږم نمبر توپ وهنې ته راځي چې د یو لوبغاړي لپاره د ډیرو منډو جوړولو مناسب ځای نه دی.

5. کیدر جادو «Kedar Jadhav»

د کیدر جادو نوم په دې لیست کې کتلو سره به کتونکي خامخا یو تعجب احساس کوي او دا نوم به یې په لوبو کې ډېر کم تر سترګو شوی وي، خو نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ له سترو لوبغاړو څخه ښه اځلیدلی او ډېرې ویکټې ترلاسه کړي لکه د بنګلدیش غوره توپ اچوونګی شکیب الحسن، د انګلستان معین علي او د نیوزېلنډ میچل سانیټر.

نوموړي د توپ وهنې لپاره په شپږم نمبر راتلو خو بیا یې هم په ۱۸ لوبو کې په ۴۰ اوسط سره ۵۶۱ منډې جوړې کړي، همدارنګه نوموړي به ۱۵ لوبو کې په ۴۰.۹ اوسط او ۴.۴۶ اکانوموي ریټ سره ۱۰ ویکټې ترلاسه کړي، دده د کمو ویکټو اخیستلو لامل دادی چې دا به د شپږم توپ وهنکي په توګه په لوبه کې شامل کیده، چې په ټولو لوبو کې یې یواځې یوه لوبه کې لس اورونه ترسره کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د