افغانستان

ننګرهار: په دوو ولسواليو کې داعش ضد عمليات پای ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولايت په پچيراګام او چپرهار ولسواليو کې د داعش پرضد پيل کړي عمليات پای ته ورسېدل.

د رسنيو دفتر ويلي، دغه عمليات شاوخوا شپږ مياشتې مخکې د داعش پرضد پيل شوي و چې د ۹۹ داعش وسله والو په وژل کېدو او ۲۱ نورو په ټپي کېدو سره پای ته ورسېدل، زياتوي امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د پچير اګام او چپرهار ولسواليو ټولې سيمې له داعش وسله والو پاکې کړي دي.

خو د يادو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې لا هم په دغو ولسواليو کې داعش وسله وال مرکزونه لري او په راتلونکي کې ترې امنيتي تهديدونه پېښېدلای شي.

د چپرهار د سنګينې کلي اوسېدونکي مسلم جان نن ټکی اسيا ته وويل: حکومتي ځواکونو په چپرهار کې تر اوسه عمليات نه دي کړي، اوس داعش وسله وال چريکي بريدونه ترسره کوي، ډيری خلک يې لا هم له راتګ څخه په ويره کې دي.

بل پلو د پچير اګام ولسوالۍ د پاس صبر اوسېدونکی کريم الله بيا وايي، دغه ولسوالۍ ډېرې سيمې د داعش وسله والو په واک کې دي، په وينا يې دولتي ځواکونو يواځې په ګرخېلو سيمه کې پوستې جوړې کړي او د سليمانخيلو تنګي ډېره برخه چې د پچيراګام ولسوالۍ مربوط ده لا هم د داعش وسله والو په ولکه کې ده او هلته يې مرکزونه او پټنځايونه دي.

د هغه په خبره، حکومت د نږدې سل داعش وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي، خو تر اوسه يې په ميډيا يا تلويزيون کې د يو وژل شوي داعشي جسد هم ښکاره نه کړ.

يو تن مدني فعال احسان الله شک څرګندوي وايي، حکومت نه غواړي د داعش وسله والو رېښې له منځه يوسي، بلکې په وينا يې دا يوه پروژه ده چې امريکا يې ملاتړ کوي او څو خواوې پکې خپلې ګټې خوندي کوي.

تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي ظاهر قدير ويلي و چې ملي امنيت او ځينې استخباراتي کړۍ له داعش ډلې ملاتړ او هغوی سره د وسلو او پيسو مرسته کوي.

نوموړي پرون يوځل بيا د ولسي جرګې په غونډه کې ادعا وکړه، چې داعش د ځپل کېدو پرځای د یوه منظم پلان له مخې د افغانستان خوندي سیمو ته لیږدول کیږي.

داسې راپورونه هم ورکول شوي، ګنې د هېواد په هغو سيمو کې چې د داعش تر ولکې لاندې دي نامعلومه چورلکې ناستې کوي او هغوی ته اکمالات کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x