افغانستان

سرچينه: حکومت په هر صورت بلخ ته د نوي والي د لېږلو هوډ لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): له تېرو دوو اونيو راهيسې د ګډ حکومت د چارواکو او د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور تر منځ د ناندريو پر مهال ښاغلی نور تېره ورځ د خپل ولايت ورځنيو کارونو ته ورغلی و او ګواښ يې کړی و، چې هېڅوک يې له جوړجاړي پرته نه شي کوښه کولای.

يوې باوري حکومتي سرچينې ويلي، ولسمشر هوډ کړی، چې په هر صورت وي، بلخ ته به نوی والي لېږي او ښاغلی نور يې ګوښه شوی والي بللی دی.

د ولسمشرۍ مرستيال مطبوعاتي دفتر ويلي، چې ښاغلي نور په خپله خوښه له خپلې دندې استعفا ورکړې او استعفا، چې يو ځل ورکړل شي بېرته نه اخيستل کېږي.

سرچينه وايي، چې حکومت عطاء محمد نور د بلخ د والي په توګه نه شي منلی او نه به يې په بلخ کې د والي په توګه کار ته پرېږدي.

له تېرو دوو اونيو راهيسې عطاء محمد نور او د جمعيت اسلامي ګوند د مرکزي حکومت پر ضد توندې څرګندونې کوي او ګواښ يې کړی، چې «له هوکړې پرته مې هېڅوک له دندې نه شي کوښه کولای.»

له ښاغلي نور ويلي، د ګډ حکومت مشرانو له جمعيت ګوند سره د هغه د استعفا په هوکړې کې د يو شمېر ورازتونو او مشاورینو شرطونه منلي وو او تر څو، چې د جمعيت ګوند غوښتنې نه وي منل شوي، تر هغو يې هېڅوک له دندې نه شي ګوښه کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x