نړۍ

پنټاګان د امريکايي عسکرو تر منځ پر جنسي بې لارۍ اعتراف وکړ

د امريکا د دفاع وزير چک هيګل ويلي، چې د امريکايي عسکرو تر منځ د بدلمنۍ خپريدل يوه لويه ستونزه ده.
هيګل نن د شنبې په ورځ واشنګټن کې د خبري کنفرانس پر مهال اعتراف وکړ، چې د امريکايي عسکرو تر منځ د بدلمنۍ او بې لارۍ عادت ډېر انديښمن کړی او د عسکرو تر منځ دغه عادت په ډېره لويه کچه خپور شوی دی.
چيک هيګل په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د عسکرو تر منځ د جنسي بې لاري د خپريدو له امله د پوځ دفاعي ځواک کمزوری شوی دی.
هيګل دا هم ومنله، چې په دې اړه د لوړپوړو افسرانو رويه هم د انديښنې وړ ده؛ ځکه چې د ډېرو جنسي جرمونو تر شا د دغو افسرانو لاس دی.
هيګل و ويل، چې پوځ کې د ښځينه پوځيانو پر خلاف د جنسي تشدد پېښې پنځوس سلنه زياتې شوي دي.
د امريکا د دفاع وزير و ويل، چې دوی پدې اړه داسې روزونکو او ارواپوهانو ته اړتيا لري، چې د امريکايي عسکرو څخه دا شرمناک عمل ورک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x