افغانستان

ننګرهار: د جنازې مراسمو کې چاودنې پنځلس تنه وژلي- ۳۰ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): څو شيبې وړاندې د ننګرهار ولايت د ښار مربوط د مقام خان په سیمه کې د جنازې د مراسمو پر مهال چاودنه وشوه، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې نږدې پنځوس تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي سرچينې وايي، چاودنه د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.

د سپوږمۍ راډيو د راپور په حواله، د چاودنې له ځای څخه د پنځلس تنو د وژل کېدو او دېرش کسانو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی پېښه تاييدوي خو د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه يې تر دې دمه معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه د چاودنې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x