د اسامه بن لادن لمسی «اسامه» وژل شوی / انځور

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د اسامه بن لادن زوی «حمزه بن لادن» خپل د ۱۲ کلن زوی وژنه اعلان کړې.

د راپورونو سره سم حمزه بن لادین خپلې مور او خویندو ته یو لیک استولی او هغوی ته یې خبر ورکړی چې زوی یې «اسامه» وژل شوی دی، هغه دا نه ده جوته کړې چې اسامه څرنګه ووژل شو خو ځینو جهادي سرچینو رسنیو ته ویلي چې کیدای شي د امریکايي الوتکو په بمبار کې وژل شوی وي.

هغه پيغام چې د القاعده ډلې فعالانو پر ټویټر او نورو ټولنیزو پاڼو سره تبادله کړي دي، نیټه یې د تېر اګست میاشت ده.

حمزه بن لادن ویلي چې د جهاد په لاره کې دغه ابتلاګاني او مصیبتونه زمونږ عزم نور هم ټینګه وي.

باید وویل شي چې څه موده تر مخه داسي راپورونه هم ورکول شوي وه چې د اسامه زوی حمزه بن لادن سوریې ته رسیدلی تر څو هلته د داعش څخه جلا جنګیالي او د القاعده اړوندې ډلې سره یو ځای کړي او د سوریې د حکومت پر ضد جګړې ته ادامه ورکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

انا لله و انا الیه راجعون . زه نه پوهیږم چه له یوی خوا ځانو ته د جهاد او اسلام قهرمانان او رهبران وایی مګر له بلی خوا د خپل زوی نوم د وزل شوی په نوم اعلانوی . که هغه د کفارو د بمبارد په نتیچه او جهاد کی وژل شوی خو شهید دی او الله ج فرمایی چه شهید ته مړ یا وژل شوی مه وایاست شهید له مړه او وژل شوی د زمکی او اسمان توپیر لری وژل شوی او مړ ، د تل د پاره مړه دی دا چه جهنم او یا جنت ته به ځی… نور لوستل »