نړۍ

ایران کې د پوليسو او مظاهره چيانو تر منځ اخ و ډب کې دوه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ایران پلازمېنې تهران او نورو ښارونو لکه کرمانشا، مشهد، قم، اصفهان او نورو ښارونو کې د ایران د مذهبي لارښود ايت الله علي خامنه يي او حکومت پر ضد روانې مظاهرې هغه مهال په تاوتريخوالي واوښتې، چې لاريونوالو د مذهبي مشر او ولسمشر روحاني پر ضد شعارونه ورکړل او د ایران حکومت يې په نورو هېوادونو کې په مداخلو تورن کړ.

دغه مظاهرې له تېرې پنجشنبې راهيسې روانې دي او ورځ تر بلې د تاوتريخوالي بڼه خپلوي.

د ایران پاسداران انقلاب ځواک مشر اسماعيل کوثري  او د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني ګواښ کړی، چې خلک دې په هغو لاريونونو کې ګډون نه کوي، چې د ایران د دښمنانو په لمسون جوړ شوي دي او ګواښ يې کړی، چې دوی به لاريونونه په «په اوسپنیز ځواک غلي کړي.»

يو شمېر ايراني رسنيو ويلي، چې د لاريونوالو او پوليسو تر منځ اخ و ډب کې لسګونه لاريونوال ټپيان شوي او دوه تنه د امنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوي هم دي.

دغه لاريونونه په لومړيو کې د بیعو د زياتوالي په غبرګون کې جوړ شوي وو، خو وروسته يې خپله بڼه بدله کړه، د حکومت په بهرنۍ پاليسي يې نيوکې پيل کړې او ایراني چارواکي يې په سوريې، عراق او نورو هېوادونو کې په لاسوهنو تورن کړی دی.

وروستي راپورونه وايي، چې پوليسو پر لاريونوالو اوښکې بهوونکی ګاز او پلاستيکي مرمۍ ورولي او د زور له لارې د هغوی د پاشلو هڅه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ایران کې د حکومت پر ضد د روانو لاريونونو هرکلی کړی او له نړۍ يې غوښتي، د ایران د خلکو ملاتړ وکړي او د هغوی د بدلون غوښتو د هيلو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x