ټولنیزه برخه

ستا مېرمن ستا ژوند دی

ليكونكي أبوخليل قدوسي

دا سرلېک دهغه انګلېسي جُملې ژباړه ده چي وايي Wife is life  مېرمن ژوند دی . خودلته مونږ ددې ژوند يو پلو تر کره کتني لاندي نېسو.

مونږ  هریو تل له خپلي مېرمني ددې په کلکه غوښتنه کوو چي خپل ځان ښکلی کړي، جامې پاکي واغوندي ، سېنګار وکړي، خو دېته مو پام نوي چي آیا له مونږ څخه هم دهغې زړه څه غواړي او که دا حق يوازي نارېنه لري؟

مونږ تل له هغوی څخه ددې تقاضا کوو چي څومره کولای شي خپل ځان ښکلی کړي ترڅو بلي خواته سترګي ونه غړوو  ،

مونږ ولي ددې احساس نه کوو چي دهغې په کوګل کي هم له میني څخه ډک زړه شته غواړي چي پخپل خاوند او دژوند په ملګري کي ورته ښکلا وويني، آیا دا کار دهغې مقام ته په ټېټه سترګه کتل نه دی؟  آیا زمونږ دا بې شعوري دهغې دحقوقو پایماله کول نه دی؟

زه په دې باوريم چي ديوه مسلمان په صفت مونږ  له خپلي مېرمني سره مېنه چپه تعبېروو، دا واکمنه مینه ده  چي نارېنه يې پخپله مېرمن تپي نه ګډه او دوه اړخېزه مېنه کوم چي دهغې دورته غوښتني احساس ته په زړونو کي ځای ورکړو.

مونږ داسي فکر کوو چي دا زمونږ مېرمني زمونږ  بې روحه نانځکي دي چي څرنګه يې جوړول غواړو هغسي يې باید جوړي کړو خو هغوی ته ددې حق نه ورکوو چي مونږ له خپلو هېلو سره سم وويني. مونږ  يوازي ځانونه په هغوی حقدار ګڼو او دهغې حقوق مو کوم چي اسلام ورته ورکړي له پامه غورځولي دي. راشئ پدې لړکي داسلام دپاک دېن لارښووني وګورو چي مونږ ته څه ډول ژوند کول راښيي .

ستا مېرمن ستا داولادونو مور، ستا دشتمنۍ ساتونکیه، ستا درازونو بانک

دهغې په وړاندي تواضع او انکسار خپلوه، ټنډه ورته غوړېدلي نېسه، ستا یوه وړه غوندی موسکا هغې ته نوی ژوند وربښي، دهغې له کوګله نفرت اوکرکه شړي، دهغې دښکلا، جامو او خوراکونو ستايل دهغې زړه ژوندی کوي. همداراز دنارېنه او مېرمني ترمېنځ دسوغاتونو یو اوبل ته ډالۍ کول دهغوی مېني ته وده ورکوي .  مسلمان نارېنه تل له خپلي مېرمني سره سادګي او تواضع خپلوي، نه خو ځان ورباندي واکمن اونه ځواکمن ګڼي اونه ورته په ټېټه سترګه ګوري ، هغه په دې توګه دهغې زړه ته لاره پیدا کوي او خپل کورنی ژوند نېکمرغه جوړوي .

دمسلمانانو دوهم خلیفه عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه فرمايي :

ينبغي للرجل أن يكون في أهله مثل الصبي فإذا التمس ما عنده وجد رجلا (ابن أبي الدنيا)

نارېنه ته ښايي چي په کور کي دننه دماشوم غوندي وي اوکله چي ورنه وغوښتل شي دځواکمن سړي رول لوبوي .

که نارېنه پخپل کورني ژوند کي داستقامت لاره ونیسي مېرمن يې هم هرو مرو او په زيات ټېنګار سره نیسي ځکه خو نارېنه ته پکار ده چي سترګي دحرامو لورته ونه غړوي، په کورني ژړوند کي دګناهونو ارتکاب ستره بدمرغي ده، دتلوېزیون دچاينلونو کتل دنارېنه په سترګو کي دهغه مېرمنه بدرنګه کوي همداراز دمېرمني په وړاندي دنارېنه قدر کموي، په همدې بڼه دهغوی دزړونو ترمېنځ واټن زیاتېږي، دمېني کچه راټېټېږي.  شخړي ، جنجالونه، نفرت او کرکه وده کوي.

له بد مرغیو خخه دخلاصون يوازېنۍ لاره داده چي نارېنه دژوندانه په ټولو ډګرونو او اړخونو کي خپلي مېرمني ته ځان هماغسي جوړ کړي چي دهغې خوښېږي لکه هغه چي څرنګه داخوښوي چي مېرمن يې باید هرڅه دهغه له هېلو سره سم ترسره کړي عبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنهما فرمايي :

إني أحب أن أتزين للمرأة كما أحب أن تتزين لي المرأة لأن الله تعالى يقول: ولهن مثل الذي عليهن .

زما دا خوښېږي چي مېرمني ته سېنګار وکړم لکه زه چي دهغې سېنګار کول خوښوم ځکه چي الله تعالی فرمايي : دمېرمنو لپاره هم هغه حقوق دی کوم چي تاسي يې په هغوی لرﺉ .

نارېنه ته په کارده چي دخپلي مېرمني تنقیدونه په پراخه سېنه او غوړېدلي ټنډي سره واوري، غوږ ورته ونيسي اومثبته درملنه یې وکړي . دا دنارېنه په لوړ همت دلالت کوي چي دخپلي مېرمني شتمنۍ  او شخصي ملکیت ته دهغې بې خوښي لاس ونه غزوي.

مسلمان نارېنه په پراخ لاس او مناسبه توګه پخپله مېرمن مالي لګښت کوي.

نارېنه باید په دې هم خبر وي چي دهغه مېرمن داخوښوي چي دهغې په ټولو اړوندو چارو کي له خپل نارېنه سره په ډاګه خبري وکړي، دابه دنارېنه ستره خوش اخلاقي وي چي په بشپړ درناوي دهغې خبروته غوږ ونیسي.

نارېنه ته په کار ندی چي له بهره کور ته په تروه ټنډه اوتورمخ رادننه شي ، دهغه اولادونه دهغه مېني، نژدېوالي اوخوږو خبرو ته هروخت تږي وي نارېنه باید دهغوی له هیلو سره سم ځان چمتو او عیارکړي .

نارېنه ته په کار ده چي دکورنۍ دافرادو ترمېنځ خپله مینه تېته کړي، داچي نارېنه دهغوی خبروته په پاملرني سره غوږ ونیسي هغوی ډېر خوشاله کېږي او بيا دهغه لارښووني په ډېره مینه سره مني.

كان النبي عليه السلام إذا رأى ابنته فاطمة قال لها: مرحباً بابنتي ، ثم يجلسها عن يمينه أو شماله. رواه مسلم

امام مسلم رحمه الله روایت کوي فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله خپله لور فاطمه ولېدله نو ورته وبه يې فرمايل: ښه راغلې زمالورې بیابه يې ښي اویا کېڼ اړخ ته له ځان سره کېنوله.

دکور په افرادو شفقت او زړسوی کول دنارېنه مېړانه او سړیتوب جوته کوي.

عن البراء رضي الله عنه: دخلت مع أبي بكر رضي الله عنه على أهله فإذا ابنته عائشة مضجعة قد أصابتها حمى، فرأيت أباها أبا بكر يقبل خدها ويقول: كيف أنت يا بنية؟ رواه البخاري

براء رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي زه له أبوبکر رضي الله تعالی عنه سره دهغه کورته دننه شوم ، دهغه لور عایشې ډډه لګولي وه اوتبه يې وه، ما دهغې پلار أبوبکر ولید چي ورغی او هغه يې په مخ ښکول کړه او بيایې ورته وويل: څرنګه يې لورکۍ؟

هغه څوک چي غوره اخلاق او وفاء لري هغه دخپل کور په کارونو کي ونډه اخېستل او سرته رسول پېغور نه ګڼي اونه دا دځان لپاره عیب ګڼي چي دمېرمنو کارونه کوي بلکه هغه دخپل کور هرکار بې توپېره خپل کار ګڼي او هڅه کوي چي دکارونو په سرته رسولو سره دکور دافرادو  له اوږو پېټی سپک کړي له عایشې رضي الله تعالی عنها څخه چاپوښتنه وکړه :

ماذا كان يعمل رسول الله في بيته؟ قالت: كان بشراً من البشر، يفلي ثوبه ويحلب شاته ويخدم نفسه. رواه أحمد

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په کور کي دننه څه کول؟ هغې په ځواب کي ورته وويل: دنورو انسانانو غوندي يوانسان وو، خپل کالي يې ګڼډل، خپله وزه يې لوشله او دخپل ځان خدمت يې پخپله کاوه .

مسلمان نارېنه پخپل کور په پراخ لاس لګښت کوي ځکه چي هغه پدې باور لري چي دايې غوره خیرات دی، هغه خپلو دوستانو ته دومره وخت نه ورکوي چي دخپل کور دافرادو  حقوق ورباندي ترپښو لاندي کړي .

هغه خپلي مېرمني ته دهغې دنېمګړتیاوو پېغورونه نه ورکوي، اونه دهغې تېر شوي بدخویونه وريادوي او نه په هغې کي دعیبونو تلاش کوي.

هغه له خپلي مېرمني سره شخړي او اختلافات له خپلو اولادونو څخه پټ ساتي ځکه چي هغه پوهېږي چي داختلافاتو لوڅول او په ډاګه شخړي دهغوی په روزنه منفي اغېزي کوي او د اولادونو په سترګو کي دوالدینو داحترام کچه راټېټوي. اوغصه کول دټولو بد مرغیو بنسټ دی.

نارېنه ته په کارده دغصې په وخت کي دمېرمني نېمګړتیاوي هېري کړي او ددې په ځای چي پوچ او فحش ووايي پټه خوله واوسي، بښنه او تېرېدنه عاقلانه کړنلاره او دخدای ترسو انسانانو خوی وي.

يقول عمر بن الخطاب رضي الله عنه: النساء عورة، فاستروهن بالبيوت، ودَاووا ضعفهن بالسكوت

عمربن الخطاب رضي الله تعالی عنه فرمايي : مېرمني دشرم دځایونو غوندي دي پخپلو کورونو کي يې پټي وساتئ او د هغوی دکمزورۍ درملنه په پټه خوله کېدلو سره وکړﺉ .

مېرمن پخپل نارېنه ستر حقوق لري هغوی په الهي پیمان تړلي شوي دي ، له مېرمنو سره اصېل انسان او غوره مسلمان ښه چلند کوي اوڅوک چي پخپله دستر مقام څښتن وي هغه خپلي مېرمني ته هم ستر مقام ورکوي او دهغې شان لوړوي عائشه رضي الله تعالی عنها فرمايي :

كان النبي يكثر ذكر خديجة رضي الله عنها، وربما ذبح الشاة ثم يقطعها أعضاءً، ثم يبعثها في صدائق خديجة، فربما قلت له: كأنه لم يكن في الدنيا امرأة إلا خديجة (رواه البخاري)

رسول الله صلی الله علیه وسلم به خدېجه رضي الله تعالی عنها ډېره يادوله. ډېر ځله به يې پوسه حلال کړ او بيا به يې د هغه غوښي دخدیجې په دوستانو مېرمنو ووېشلې مابه زیاتره وخت ورته ويل: لکه په دنيا کي چي له خدیجې پرته بله کومه ښځه نه وي پیدا شوي .

په پای کي مسلمانو نارېنه وو ته داوايو چي له مېرمنو سره په چلند کي درسول الله صلی الله عليه وسلم او دهغه دغورو ملګرو کړنلاره خپله کړي ، کورنۍ دټولني اساس دی او چي کورنۍ روغه شوه سالم او روغ وګړي به ورڅخه وده کوي اوچي دابنسټ وران شي ټولنه ورانېږي . والله المستعان .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx