افغانستان

سبا یکشنبه د بدخشان د ویر په خاطر د ملي ماتم ورځ ده

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د بدخشان په ارګو ولسوالي کې د ځمکښويېدنې په پېښه کې د سلګونو کسانو مړینه او  د زرګونو نورو لادرکي په ټول هېواد کې د ویر ورځ وبلله شوه، د ولسمشر ویاند ایمل فیضي رسنیو ته ويلي دي، چې سبا یکشنبه د همدې وېرجنې پېښې په خاطر د ملي ماتم ورځ ده،

د نوموړي په خبره ولسمشر حامدکرزی په خپله حالات څاري او هڅه کېږي چې زیانمن شويو ته لازمې مرستې ورسول شي.د پېښې سیمې ته د ولسمشر د دویم مرستیال کریم خليلي په مشرۍ یو پلاوی تللی، چې حالات څاري.
ایمل فیضي وايي ولسمشرۍ ماڼۍ لا تراوسه هغه راپورونه نه دي تاييد کړي چې په پېښه کې يې مړي تر دوو زرو ډېرښوودلي دي، د نوموړې له خولې په بدخشان کې له دوه نیمو سوو نه تر دری نیمو سوو کسانو د تلفاتو راپور ورکړل شوی، چې دا هم لاوروستي مالومات نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x