ورزش

بیګ بیش لیګ: «د توپ اچونې لیډر» د راشد خان نوی لقب

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په غوره لیګ سیالیو کې نن یو ځل بیا د راشد خان په غوره توپ اچونې د بریزبین هیټ لوبډله د ۵۶ منډو په توپیر ماته کړه.

راشد خان د تېر په څېر یو ځل بیا خپلې لوبډلې لپاره ځلیدونکې توپ اچونه ترسره کړه، او د ۴ اورونو په کولو سره د ۱۹ منډو په بدل کې ۲ لوبغاړي وسوځول.

لوبه کې پچه د راشد خان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه ترسره کړه، دوی د ۲۰ اورونو په لوبولو د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۴۷ منډې جوړې کړې.

راشد خان په یادو سیالیو کې په لومړي ځل توپ وهنې ته راغلی و، چې په لومړي توپ یی شپږیزه ووهله، او ورپسې په دوهم توپ کیچ اوټ شو.

د نوموړي لوبډلې لوبډلمشر ټریویس هیډ نوموړي ته د توپ اچونې «رهبر» او «مشر» لقب ورکړ، او زیاته یې کړه چې راشد خان اوس زمونږ لپاره د اړینو توپ اچوونکو څخه دی.

راشد خان د خپلې لوبډلې لپاره د تېرو دوه لوبو په څیر نن یو ځل بیا د لږو منډو په بدل کې د مخالف لوبډلې ۲ مهم لوبغاړي په مهم وخت کې وسوځول او لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.

د یادونې وړ ده چې راشد خان تر دې دمه د بیګ بیش لیګ په سر توپ اچوونکو کې شمیرل کیږي، چې په ۳ لوبو کې یې ۶ مهم لوبغاړي سوځولي او لوبډلې ته یې ۳ بریاوې وربخښلي، چې لوبډله یې دا مهال په لیست کې په لومړي نمبر ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x