ورزش

د افغان ملي لوبډلې نوی کوچ وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ویسټ انډیز پخوانی توپ وهونکی فیلپ سیمونز Philip Verant Simmons د افغان کرېکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی وټاکل شو.

د افغان کرېکټ بورډ لخوا نن «یکشنبه» په یوه خبري ناسته کې د مشر روزونکي په توګه د نوموړي د ټاکل کیدو اعلان وشو.

د کرېکټ بورډ اجرائیوې رئیس شفیق ستانکزي وویل: فیلپ سیمونز زمونږ د لوبډلې په حالاتو پوه دی، نوموړی کولای شي په لوبډله کې مثبت تغیرات رامنځته کړي.

فیلپ سیمونز د ویسټ انډیز لخوا ۲۶ ټیسټ او ۱۴۳ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړی، سیمونز په ۲۶ ټیسټ لوبو کې ۱۰۰۲، او په ۱۴۳ یو ورځنۍ لوبو کې ۳۶۷۵ منډې ترسره کړې دي.

نوموړی له دې وړاندې د آیرلینډ، زمبابوې او ویسټ انډیز لوبډلو د مشر روزونکي په توګه ګمارل شوی و چې یو تکړه او تجربه کار روزونکی ثابت شوی.

نوموړی به د راتلونکې کال ۸ جنوري نه په دوبۍ کې د افغان لوبډلې سره یوځای شي، چې د زمبابوې په وړاندې سیالۍ لپاره به تیاری نیسي، له نوموړي سره د افغان کرېکټ لوبډلې تړون تر ۲۰۱۹ کرېکټ نړیوال جام پورې شوی.

په ننۍ خبري ناسته کې د کرېکټ بورډ رئیس شکرا لله عاطف مشعل د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال په اړه خپلې څرګندونې وکړې،  نوموړي وویل: د افغانستان د کرکټ لپاره ۲۰۱۷ م کال له لاسته راوړنو او بریاوو ډک کال و، او په ۲۰۱۸ کال کې به هم د افغانستان په کرکټ کې د پام وړ پرمختګونه وشي، چې له مخې به یې په افغانستان کې د کرېکټ لوبغالي جوړ، د کورني کرکټ ودې ته به پوره پاملرنه وشي او په ښوونځیو کې به د کرېکټ مضمون له پوهنې وزارت سره په ګډه معرفي شي، چې د ښوونځیو کرېکټ به پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x