fbpx

روزانه ۳ کیلو میتره مزل کول مو دماغ پیاوړي کوي!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د څیړنو پر اساس روزانه د اوږد واټن مزل کول د انسان هیپوکوپس Hippocampus سیمه پیاوړې کوي او دماغ له خرابوالي ساتي، په ځانګړي ډول د عمر لرونکو کسانو د پیژندنې ماده یا حافظه کې چټک فعالیت راولي.

په واشنګټن رويټرز کې د یوې وروستۍ خپرې شوې څیړنې په وینا، هره ورځ ۳ کیلو میتره مزل کول دماغي فعالیت او کار ساتلو کې مرسته کوي، حافظه په چټک فعالیت راولي او د پیژندنې ماده قوي کوي.

دغه څیړنه د کلفورنیا په پوهنتون کې د اعصابو او بشري چلند څیړونکو په (Alzheimer’s Disease) ناروغۍ کې په علمي څیړنه کې د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره کړې.

د عمر لرونکو کسانو په دماغ باندې د مزل کولو اغیز لپاره څیړونکو پر نهه ویشت ۶۰ کلن او له دې زیاتو عمر لرونکو کسانو څارنه کوله چې تر دوه کالو دغه څارنه جاري وه.

څیړونکو دغه کسان په دوو ډلو ویشلي و، چې یوې ډلې به روزانه تر ۳ کیلو میتره یا له دې څه اندازه کم مزل کاوه، او بلې ډلې به ۳ کیلو میتره یا هم له دې څه اندازه زیات مزل کولو.

په تجربه کې د شامل شوو عمر لرونکو کسانو حافظه د عمر زیاتیدو له کبله کمزورې شوې وه، خو په دوی کې کومه ښکاره ناروغي معلومه نه وه.

په پای کې څيړونکو وموندله هغه کسان چې روزانه د ۳ کیلو میتره یا هم له دې زیات مزل کوي، ددوي د هیپوکوپس سیمه لویه او سخته شوې وه، چې په حافظه ښه کولو کې مرسته کوي او دماغ له خرابوالي ساتي، او د پیژندنې ماده کې یې هم د نورو په نسبت ښه والی راستی و.

څیړونکي وایي دوی دغه کار د اوږدمهاله مطالعې لپاره ترسره کړ، او دوی راتلونکې ګامونه د فزیکي فعالیت ترمنځ اړیکو روښانه کول او د پیژندې وړتیا ښه کولو لپاره ترسره کوي.

پخوانیو څیړنو ښودلې چې باقاعده فزیکي فعالیت، کولای شي انسان له دماغي خرابوالي څخه وساتي چې عمر لرونکو کسانو ته په وخت تېرېیدو سره پیښیږي، لکه د الزیامیر ناروغي (Alzheimer’s Disease).

څیړنه زیاتوي چې دغې لارې (روزانه ۳ کیلو میتره یا زیات مزل کول) ډېری خلک له مختلفو فزیکي او احساساتي ناروغیو ساتلي او ددوی په ژوند یې مثبت اغیز کړی، په ځانګړي ډول هغه ناروغي چې عمر لرونکو کسانو ته په طبیعي شکل پیښیږي، لکه دماغي کمزوري یا حافظه کمزورې کیدل او داسې نور.

سرچینه: میډل ایسټ انلاین «Middle East Online»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د