افغانستان

افغان حکومت د مړو د راويستلو توان نلري

افغان حکومت د دې توان نلري، چې بدخشان ولايت کې د ۲۵۰۰ کسانو مړي له خاورو راوباسي.
د بدخشان ولايت ارګوي ولسوالۍ ولسوال ښاغلی احمدي وايي، چې دوی هيڅ امکانات نلري، چې تر خاورو لاندې مړي پرې راوباسي.
احمدي زياته کړه، چې دوی نن ټوله ورځ خواري وکړه، ايله يې دوه مړي را و ويستل.
نوموړی وايي، چې حکومت زيانمن شويو کسانو ته خيمې او نور خوراکي توکي رارسولي او دوی د تر خاورو لاندې جسدونه راوباسي، چې تر اوسه يې ايله دوه مړي راويستي دي.

ځايي خلک وايي، چې حکومت د زيانمن شويو کسانو مرسته نشي کولای نو ولې له ګاونډيو او نورو هيوادونو څخه مرسته نه غواړي؟
د ارګوي ولسوال وايي، چې د ولسمشر دوهم مرستيال کريم خليلي د يو شمېر وکيلانو او نورو لوړپوړو چارواکيو په ملتيا له سيمې څخه ليدنه وکړه او يوازې د خپلې انديښنې او تاسف له ښودلو پرته يې د مرستو هيڅ عملي اعلان ونکړ.
ولسوال زياتوي، چې پر کورونو اوخلکو ډېره زياته خاوره پرته ده او سيمه کې ځمکه اوس هم ښويږي، له همدې امله هيڅوک د پيښې اصلي ځای ته نشي ورتلای.
د هيواد په تاريخ کې په لومړي وار د ځمکې ښويدو له امله دومره درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بدخشان ولايت ارګوي ولسوالۍ اب باريک سيمه د ځکمې ښويدو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او شاوخوا درې زره کسان چې نژدې درې سوه کوره اټکل شوي، تر خاورو لاندې دي.
د بدخشان ولايتي چارواکو تر اوسه د ۲۵۰ کسان مړينه تاييد کړې او ۲۵۰۰ شاوخوا اوس هم تر خاورو لاندې دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x